بدبوي


په نړۍ کې ډيری انسانان د خولې له بد بوی کړيږي، او دا ستونزه د انسان له شخصیت سره مستقيما تړاو لري.
په دې معنی چې د خولې بد بوی ممکن ستاسو شخصيت ته هم تاوان ورسوي، اوس پوښتنه داده که مو خوله بد بوی کوي نو څه بايد وکړو؟

ددې لپاره بايد لاندې سپارښتنې عملي کړی!

اول: هره ورځ له خوراک څخه وروسته مو غاښونه په سمه توګه بورس کړئ او يا د غاښونو تار په سمه توګه د غاښونو ترمنځ کش کړئ؛ دا چاره ممکن ستاسو د ستونزې د حل سبب وګرځي، ځکه د خوړو وروسته د خواړو کوچنی ذرې ستاسو په غاښونو کې پاتې کيږي او د خولی د بدبوي سبب ګرځي.

دوهم: که لدې سپارښتنې عملي کولو وروسته هم ستاسو ستونزه حل نشوه نو لازمه دی؛ چې ددې لپاره تاسو د غاښونو له يو ډاکټر سره مشوره وکړی، څيړنو ښودلې چې ډيری هغه کسانو خوله هم بد بوی لري چې د معدې مشکلات ولري.

دريم: د ستونې يا تنفسي ناروغيو پرمهال له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

څلورم: د شپې له خوا زيات خوراک مه‌ کوئ.

پنځم: د نشايي توکو څخه صرف نظر وکړی او پر ځای يې مايعات زيات وکاروی.

شپږم: ګشنيز يا په عامه اصطلاح داڼيه هم د خولې د بدبوي په ورکولو کې رغنده رول لري.

اووم: ژاولې هم تاسو مرسته کوي ترڅو مو خوله بدبوي ونکړي.

د خولې د بد بوی لاملونه

اول: بيلابېلې بکترياوې، چينجن غاښونه، د اورۍ او ستوني تکليفونه، د مايعاتو کمی، د هوږې، ګندنې، خامو پيازو، چکني او اچارو خوراک او داسې نورو استمعال کولی شي ستاسو د خولې بدبوي پيداکړي.

دوهم: کله چې خوراک وکړو، د غاښونو په منځ کې د خوړو پاتې شوني هم بدبويي رامنځته کوي. هغه پاتې شوني خوړو سره بکترياوې وده کوي، چې پای کې هم د خولې بدبويي رامنځته کيږي او هم مو غاښونه نور هم پسې چينجن کيږي.

دريم: له دې پرته د ټانسلونو په ستوني کې د زياتي غوښې له امله هم بدبويي رامنځته کيږي.

څلورم: په روژه کې کوښښ پکار دی، چې زيات مايعات واخلئ، ځکه د مايعاتو کمی مو د خولې بدبويي زياتوي. که د ورځې کريم او برس نشئ کارولئ مسواک کارول جايز دي، د شپې له ويده کېدو وړاندې او همداسې د پسيمي په وخت کې ارو مرو خوله برس کوئ، هڅه وکړئ چې د غاښونو سربېره مو پر ژبه هم برس او کريم ووهئ.

پنځم: له شرابو، سګرټو، نصوارو او نورو نشه يي توکو له استعمال څخه هم د خولې بدبويي پيدا کيږي. دا چې د نشه يي توکو نور زيانونه څه دي، په دې ډېر خبرې کېدای شي؛ خو اوس به يې دومره يادونه وکړو، چې د زړه، سږو، سرطان او تنفسي سستم اکثره ناروغۍ د همدې له امله رامنځته کيږي.

By admin

Leave a Reply