احمد ولي هوتک



د افغانستان دخپلواکې مبارزې پياوړی او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک د کوربه په توګه دا ځلې په هیواد دننه کابل کې د یو نامتو او سرسخته برازیلي سیال لیونارډو باربوسا په وړاندې لوبیږي.

دا لوبه راتلونکې پنځنۍ ترسره کېږي، چې یک ټلوېزیون به یې په ژوندۍ بڼه خپره کړي.

ښاغلي هوتک پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې، چې دې لوبې ته یې خاص تمرینونه ترسره کړې او په پوره ډول چمتوالی لري.

څه موده مخکې احمدولی هوتک ویلي وه،
دښمن ته به دا روښانه کړو، چې کابل یوازي د جنګ میدان نه؛ بلکي د سیالیو ډګر دی.
خو خپل سيال يې په ځواب کې ویلي، چې هوتک د دده په وړاندې یو ماشوم لوبغاړی دی.
ښاغلی هوتک به په داسي مهال د برازیلي سیال سره د لوبی ميدان ته کښته شې، چې د زخمونو له امله یې له تیرو دوو کلنو راهیسي کومه سیالي نه ده کړې.
ښاغلی هوتک دوه کلونه وړاندی په پلازمينه کابل کې ناپېژانده کسانو لخوا د چاقوګانو په وسیله سخت ټپي (زخمې) کړی وو.

تمدن خبري اژنس

By admin

Leave a Reply