د ليمو ۱۷ جالبې روغتيايي ګټې


ليمو چې تر ډيره يې خلک د استمعالولو لېوالتيا لري بې شميره حيرانوونکې روغتيايي ګټې لري، په دې ليکنه کې د ليمو حیرانونکو ګټو په تړاو معلومات ترلاسه کړئ!

۱: څيړنو ثابته کړې چې ليمو د پښتورګو د ناروغۍ لپاره ګټور ثابتيږي، د پښتورګو دننه ډبرې او خاورې له منځه وړي، سره لدې ليمو ټول هغه جراثیم وژني چې د بولو په مجرا کې ژوند کوي.

۲: ليمو د ويټامين سي خزانه بلل کيږي، نن ورځ د نړۍ اکثره خلک د ويټامين سي له کموالی سره مخ دی، نو د ويټامين سي د کموالې لپاره ليمو يوه غوره او بهترينه منبع دی، که تاسو هم د ويټامين سي له کموالې سره مخ ياست نو ليمو زيات وکاروئ.

۳: د وایرسونو په له منځه وړلو کې ډير ګټور ثابتيږي، نو ځکه د زکام، پوزې بهيدنې، سترګو بهيدنې او دې ته ورته ناروغيو څخه انسان خوندي ساتي.

۴: ليمو د انسان اعصابو ته ارام ورکوي او همداراز د بندونو او دردونو په مخنيوي او د روماتيزم په علاج کې بهترين رول لوبوي.

۵: که تاسو د جلدي حساسيت څخه ځوريږی نو ليمو وڅښي او يا يې په جلد باندې ولګوئ.

۶: ليمو د ملاريا کولرا او همداراز د ټای پايډ څخه د ژغورنې لپاره کارول کيږي، که تاسو او يا دوستان مو له دا ډول ناروغيو ځوريږي نو د ليمو استمعال مه هیروئ.

۷: انسان له اعتياده ژغوري، که تاسو په نشه يې توکو باندې د اعتياد په تړاو انديښنه لری نو د ليمو کارول مه هیروئ.

۸: کارول يې د انسان په جسم کې طبعي توازن ساتي.

۹: که تاسو غواړې چې ځيکر مو سالم او پاک اوسې او معده مو له زهرياتو څخه پاکه وي، نو هر سهار يو ګيلاس اوبو ته يوه قطره واچوئ او ويې څښئ.

۱۰: ليمو چې د ويټامين سي او روټين په‌ نامه ماده پکې موجوده دی نو د همدې مادې د موجوديت له کبله د رګونو ديوالونه تقويه کوي.

۱۱: د انسان په بدن د معدې چينجي له منځه وړي نو د همدې لپاره تاسو هم له ليمو څخه زياته ګټه واخلئ.

۱۲: په پښتورګو کې د کالشيم پاتې شونې او ډبرې جوړيدنې مخه نيسي.

۱۳: ترټولو غوره ګټه يې همدادی چې د انسان په بدن کې د وينې فشار تنظيموي که چيرې د وينې فشار لوړ شو نو ناروغ ته بايد د ليمو جوس ورکړل شي.

۱۴: د سترګو ديد په پياوړتيا کې مهم رول لري، ليمو د هسپريډين په نامه ماده لري چې د سترګو د ډيرو مشکلاتو مخه نيسي.

۱۵: هغه کسان چې د شوګر په ناروغۍ اخته وي، د ليمو استمعال کولی شي چې د يادو کسانو په بدن کې د شوګر توازن رامنځته کړي.

د تمدن وېبپاڼه


Leave a Reply