مڼه یو له ډیرو په زړه پورې میوه جاتو څخه دی، چې په خپلش ترکیب کې بې شمیره روغتیايي ګټې لري. مڼه هغه میوه دی چې د بې شمیره روغتیايي ګټو په لرلو سره انسان له بې شمیره ناروغیو څخه ساتي.

له ډیرو کلونو په دې برخه کې څيړنې روانې دي چې ددغې میوې روغتیايي ګټې رابرسیره شي. په دې وروستیو کې په ایټالیه کې ترسره شویو څیړنو ثابته کړه چې دغه میوه انسان له سرطاني ناروغیو ژغورلی شي.

د یاد هیواد د پریوګیا پوهنتون ددغه څیړنې پر بنسټ په ورځني ډول د یوې مڼې خوړل په سږو کې د رسولۍ د جوړیدو خطر ۲۵ سلنه کموي.

په دې اړه څیړونکو ۴۰ کاله پخوانیو روغتیايي اسنادو ته کتنه وکړه، چې د یادې کتنې په پایله کې د خوړو او سرطان ترمنځ د اړیکې شتوالی ثابت شو.

څیړنو ثابته کړې چې یو شمیر کیمیاوي مرکبات او مالیکولونه چې د مڼې په ترکیب کې موجود دي کیدلی شي د یو شمیر سرطاني ناروغیو په مخنیوي کې موثر رول ولوبوي.

ددغو څیړنو په پایله کې ثابته شوې هغه کسان چې په ورځني ډول د یادې میوې څخه استفاده کوي، په سرطان د اخته کیدو کچه يې ډیره ټیټه وي.

مڼه د فلیونویډز او کیمیاوي مرکب ترټولوغوره منبع دی، له همدې امله د انسان زړه له هرډول ناروغیو څخه ساتي.

سره له دې چې مڼه د سرطاني ناروغیو په مخنیوي کې موثر رول لري، بلکې مڼه د غاښونو په روغتیا کې هم موثر رول لري.

مڼه یوشمیر نورې روغتیايي ګټې هم لري لکه: د قبض د ناروغیو له منځه وړل، د شکري ناروغیو د خطر کمول، د وینې د مضر کلیسترول اندازه کمول او همداراز د انسان په پښتورګو کې د تيږې د جوړیدو مخنیوی کوي.

یو شمیرڅیړنو دا هم ثابته کړې چې د مڼې استمعال د انسان د وزن په کموالې کې هم موثر رول لري.

که تاسو له چاغوالې ځوریږی نو د مڼې له زیات استمعال ګټه واخلی. ځکه مڼه د انسان د وزن په کموالې کې غوره رول لوبوي.

له پورتنیو ټولو ګټو سره سره مڼه د انسان له بدن څخه د زهري موادو په خارجولو کې هم موثر رول لري.  او د انسان د بدن د فاعي سیستم په پیاوړې کولو سره انسان له مختلیفو ناروغیو ژغوري.

د مڼې اوبه د پوستکې د ښکلا لپاره او همداراز د پوستکې د ګونځو په له منځه وړلو کې مهم رول لري، ددې کارلپاره تاسو باید د یوې تازه مڼې اوبه راواخلی او د خپلې غاړې په مخ او پوستکې ووهی.

هغه څوک چې په فزیکي ډول کار نه کوي هغوی باید د مڼې له استمعال څخه ګټه واخلي.

هغه کسان چې غواړي خپل وزن د لاسه ورکړي او ډنګر شي نو د مڼې له استمعال څخه باید ګټه واخلي.

د تمدن ویبپاڼه

By admin

Leave a Reply