د افغانانو وياړ احمد ولي هوتک په زخمي بدن خپل برازيلی سيال په کونډو کړ، ياده لوبه چې نن د کابل په غازي سټوډيم کې تر سره شوه نهایت زياته خياجانونکې وه.

هوتک د يادې بريا سره د لکونه افغانانو زړونه خپل کړل، د يادولو وړ ده چې د يادې لوبې څه وخت وړاندې ياد برازيلی سيال احمد ولي هوتک د خپل ځان پر وړاندې ماشوم بللی و.

نن د کابل په غازي سټډیوم کې ۷ لوبې په مسلسل ډول ترسره شوې، چې د یادو لوبو په ترڅ کې پاکستاني فري فايټر د خپل ایراني سيال پر وړاندې ماتې وخوړه.

د يادو سياليو ترټولو غوره او جالبه لوبه د احمد ولي هوتک او ليونارډو باربوسه تر منځ ترسره شوه چې د لوبې په دوهم راونډ کې احمد ولي هوتک په دې وتوانيده چې خپل برازيلی سيال په کونډو کړي.

احمد ولي هوتک دوه کاله وړاندې د نا معلومو کسانو لخوا په کابل کې په چاقو ګانو ووهل شو، چې له هغې وروسته يې همدا لومړنی سيالي وه.

هوتک د يادې لوبې څخه مخکې ډاډ ښودلې وو چې خپل برازيلی سيال ته به ماتې ورکوي.

ياده بريا دې ټول افغان ملت ته مبارک وي

د تمدن ويبپاڼه

By admin

Leave a Reply