پرون يکشنبه د اسلامي حزب مشر په یوې غونډه کي خپلو په خبرو کې افغان دولت وننګوئ، چي که د دوئ غوښتني و نه منل سي؛ لاریونونه به وکړي تر دې چي ارګ به هم محاصره کړي. د ګلبدین حکمتیار تر دې خبرو وروسته مطرحو سیاسي څهرو توند غبرګونونه وښودل، چي په دوئ کي د افغان ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح شامل دی.

ټوکي مه کوه، وسلې په قاچاقي نه په قانوني بڼه اخیستلای سو، هغه څرګندوني وې چي امرالله صالح د حکمتیار خبرو ته په ځوابیه شکل وکړې. د صالح په خبره؛ ګلبدین د تېرو څلوريښتو کلونو راهیسي هر اړخ ته لاس غزولی تر څو خپل ځان و ارګ ته ورسوي، چي لا هم په دې کار نه دی بریالی سوی. صالح دغه راز ویلي، حکمتیار له راکیټ فیر کولو اوس خبرو ته راغلی، چي دا یو مثبت ګام دی او باید احترام ورته وسي.

نوموي د ګلبدین حکمتیار هغه ادعا ته چي دولت په قاچاقي ډول سره وسلې هیواد ته راوړي، په ځواب کي وویل: موږ په ښکاره ډول وسلې رانیولای سو، ځکه خو ضرورت نسته چي په پټه دا کار وکړو.

د حکمتیار تر پرونیو څرګندونو وروسته د ارګ سربیره، یو شمېر سیاسي څهرو او د ټولنیزو رسینو په زیات شمېر کاروونکو هم سخت غبرګون وښودئ او هغه يي په دې برخه کي ګرم وبلئ.

د اسلامي حز مشر ګلبدین حکمتیار خپل په خبرو کي ویلي وه، که د دولت د دوئ سره د کړي هوکړي پر اساس د دوئ غوښتني و نه مني، نو په پایله کي به يي لوی لاریونونه وکړي او د ده خبره ان ارګ به هم محاصره کړي. همدارنګه حکمتیار وویل، چي هغه په فساد ککړ چارواکي چي اوس پر چوکیو دي، د دندي پرېښودلو ته اړ باسي.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار همدارنګه ویلي، چي په افغانستان کي د یوې بلي جګړې لپاره تیاري روانه ده. هغه وویل باوري اسناد او معلومات لري چې د سیمې هېوادونه له څو بندرونو هیواد ته نوي وسلې او وسایط راوړي. په خبره يي افغان حکومت ددغه فعالیتونو مخنوي نه کوي او داسې ښکاري چې حکومت هم د سولې د تخریب په لټه کې دی.

د ګلبدین حکمتیار څرګندونو ته غبرګونونه
وروسته له هغه چي حمکتیار توندي څرګندوني وکړې، ارګ هم دې خبرو ته خپل غبرګون ښکار کړ. د دې سربیره د جمعیت ګوند اجرائيوي مشر او د بلخ ولایت پخوانی والي عطا محمد نور د ګلبدین حکمتیار د خبرو په ځواب کي وویل: د حکمتیار خبري د هغه عقده، بي وزلي او داخلي بدبختيو د اوج ښوودنه کوي. بل خوا د افغان ولسمشر محمد اشرف اغني لومړي مرستیال هم وویل، چي ټوکي مه کوه.

ډېر وخت کېږي چي ګلبدین حکمتیار خواشینی دی او د دې سربیره چي هغه هر وخت کوچنۍ ادعاوي کوي؛ څو اوونۍ مخکي يي خپل په خبرو کي ویلي وه، چي د کابل له هوائي ‌ډګره بهرنیو هیوادونو ته پيسې وځي اوس اوس يي بیا خپلي دغي ادعا ته د اخطار شکل ورکړی دی او افغان دولت يي ننګولی دی. دا چي حکمتیار به خپلي خبري عملي کړي او که به یوازي د اخطار په بڼه همداسي پاته سي؟ هغه پوښتنه ده چي وخت به يي ځواب ووايي.

By admin

Leave a Reply