په نړۍ کې هر انسان اړ دی، تر څو د خپل ژوند له پاره یو داسې ملګری پيدا کړي، تر څو د ژوند په ټولو ترخو او خوږو، ښو او بدو حالاتو کي د هغه په څنګ کې اوسي. په سوداګرۍ کي غلطي جبرانیدای شي، خو د ګډ ژوند د پیلیدو په لومړیو مراحلو کي غلطي کول د جبرانیدو وړ نه ده او باید طرفین له پوره دقت او فکر څخه کار واخلي.

الله (ج) نر او ښځه د دې له پاره پیدا کړي، تر څو يو د بل په څنګ کې خپلې روحي او جسمي غوښتنې پوره كړي او د ارامۍ ژوند وکړي. له پيدايښت څخه وروسته، که څه هم چې الله جل جلاله آدم (ع) ته ډېر نعمتونه ور کړي وه، خو بيا هم هغه د يوازې والې احساس وكړ او الله جل جلاله بي بي هوا پيدا كړه ترڅو د ده سره ګډ ژوند وکړي.

دلته موږ تاسو ته دوولس هغه نقطې در په ګوته کوو، چي کولای شئ د هغه پر اساس خپل د ژوند د ملګري (خاوند) په ټاکنه کي باید کار ور څخه واخلئ.

لومړی:
که مو عمر ډېر وي او داسي فکر کوئ چې څوک به مو مرکې یا خواستګارۍ ته رانشي او په همدې خاطر هر چاته د بلې ځواب واياست غلطي او سهوه کوئ. تاسو بايد پر دې شکر وباسئ، چي مجرده یاست تر دې چي بې کماله، بې کسبه خاوند ولرئ.

دوهم:
هیڅ انسان د بل انسان په څېر نه شي کېدای او نه هم پیدا کېدای شي. که تاسو خپل په شاوخوا کي داسي اشخاص وينئ چي ښه ژوند لري، په ژوند کي بريالي خلک دي او امید مو دا وي چي ستاسو خاوند هم بايد باالکل هغسي ځانګړتیاوې ولري هم تېروتنه او غلطي کوئ. مقایسه کول یا پرتله کول هر وخت سم کار خرابوي.

دريم:
که په تېر وخت پسې ارمان کوئ او یا د هغه اشخاصو له جملې یاست، چي همیشه په غوسه وي، بیا هم پر غلطه لار روان یاست او باید له دې کاره ځان وساتئ. که په تېرو وختونو کي مو د ښو خلکو مرکې یا خواستګارۍ نه وي منلي او رد کړي مو وي، نو زړه مه پسي اچوئ یا ارمان مه کوئ. د دې پر ځای باید د ښې راتلونکي له پاره فکر وکړئ او سر له همدې شېبې ورته اماده سئ.

څلورم:
په دې ځای کي هغه شمېر انجوني هم د ګېلې حق نه لري، چي د خپل مور و پلار په پرېکړه کي د هو او یا نه غبرګون نه ښکاره کوي. کله کله والدین داسي شخص انتخابوي، چي فقط د دوئ له پاره مهم وي او په دې ځای کې بیا د خپل لور خوښۍ او ناخوښۍ ته پام نه کوي.

پنځم:
هیڅ انسان باید ځانته په کښته سترګه و نه ګوري. ځيني داسي انجوني شته، چي خپل ځانته په کښته او یا هم کمه سترګه ګوري او د ځان سره دا فکر کوي چي ښه کس به يې و نه غواړي، نو ځکه د هر چا مرکې ته لبیک وايي. دا ډول انجوني باید خپلو مثبتو ټکو باندي تمرکز وکړي او د ښه ژوند هیلي ولري.

شپږم:
کله کله خو بیا داسي کېږي، چي انجوني د بل په خبرو وغوليږي او بېله دې چي د ژوند راتلونکی ملګری يې وویني، زړه بایلي چي دا هم لویه غلطي ده. د دې پر ځای چي د مقابل شخص د خپلوانو او یا ملګرو په خبرو او یا غوړه مالیو خطا وزي، باید د واده پریکړه و نه کړی، ځکه په دې حالت کي مو ژوند د بد خوندۍ لور ته ځي.

اووم:
په ځينو وختونو کي یوازي په منفي نقاطو تمرکز کول هم په غلطیو کي حسابيږي. کله کله چي انجوني د مقابل طرف ډېرو ځانګړتیاوو ته پام نه کوي او یوازي يي یوه منفي نقطه ټینګ نیولې وي او د واده څخه ځان کاږي. ښه انسان هغه چي عیبونه يي لږ وي یا منفي ټکي يي لږ وي، ځکه په نړۍ کي هیڅ بې عیبه انسان نشته.

اتم:
زموږ په ټولنه کي ځينې داسې انجوني هم شته چې هیله او توقع يې بل ډول وي. مثلاً دا ډول انجونې دا ارمان لري چي خاوند يي باید خاص لکه د فلم هلکان داسې وي، چي دا یوه لویه اشتباه ده. دا ډول کسان یوازې تر فملمونو محدودي، ځکه په عادي ژوند کې نشته.

نهم:
یوازي په یوه دلیل یو ځايي یا ګډ ژوند پيلول هیڅکله بریالی نه وي. په ځینو وختونو کي یوه انجلي د داسي شخص سره د واده ارمان او هیله لري، چي په هیڅ ډول هغه و دې انجلي ته مناسب نه وي. د دوئ په فکر د واده له پاره یو دلیل بسنه کوي، چي دا اصلاً ښه چاره نه ده.

لسم:
هیڅلکه باید انجوني د نورو له پاره زیاته قرباني ور نه کړي او د نورو له پاره ځان خرابول هم ښه د هوښیارو خلکو له خویونو او خصلتونو څخه نه دي، خو بیا هم ځيني انجوني دا غلطۍ کوي. په واده کولو کي باید یوازي خپله ګټه په نظر کي ونیول شي، نه د نورو.

یوولسم:
د انسان له پاره په خدای ورکړو نعمتونو مغروري کول نه ښايي. ځيني انجوني چي پوهنتون يي ویلی وي او یا لوړې زده کړې ولري، نو د ټولني بعضې خلک يي هیڅ په نظر نه ورځي او یا يي خیالونه لوړ وي. دلته بیا کله کله داسي شخص انتخاب کړي، چي هیڅ د دوئ له پاره هیڅ مناسب نه وي او باید له دې کاره ډډه وکړي او پر ځای يي داسي شخص انتخاب کړي، چي ښه انسان وي.

دوولسم:
بې ځایه ضد کول او یا بې ځایه غیرت و غرور کول هغه موارد دي، چي د انجونو د ژوند د تبا کېدو د دوولسمي تېروتني په توګه يي په ګوته کولای شو. ځيني انجوني د یو چا سره د ضد په خاطر د یوه داسي شخص سره واده کوي، چي د دوئ هیڅ مناسب نه وي او خپل راتلونکي ته هیڅ فکر نه کوي.

By admin

Leave a Reply