د‌ عجايبو له نړۍ

چپرکټ چې غل نیسي!!

په 1343 کال یو افغان نابغه غلام صدیق یو چپر کټ جوړ کړ، چې کله به پردی سړی کوټې ته ورننوت په زنګ وهلو به یې پیل وکړ او خاوند به یې له خوبه راویښ کړ، په همدې ترڅ کې به یې په اتوماتي کمرې سره د غله د تصویر اخست او د تلیفون په وسیله به یې امنیتي حوزه په پته ورکولو سره خبروله.
وایي دغه چپرکټ یوه بله ځانګړنه هم درلوده چې کله به د کټ خاوند راویښ نشو په زوره به یې ویل جګ شه چې غل راغلی دی!! دغه چپرکټ د وخت د پاچا زوی احمدشاه له نوموړي څخه په 35 زره افغانیو وپیره.

هیښنده پخلنځي!!

د المان په یوه پوهنتون کې یو پخلنځی دی، چې په یوه دقیقه کې 22 ډوله خوراک چمتو کوي، پر دغه الکترونيکي پخلنځی یو نیم ملیونه مارکه لګښت شوی او په اروپا کې د ستر پخلنځي په توګه پیژندل کیږي، نوموړی پخلنځی د ورځې 25 زره تنه محصلینو ته ډوډۍ تیارولی شي.

ماشوم خبرې کوي!!

څو کاله وړاندې د پاکستان په هریپور کې په يوې کورنۍ کې ماشوم وزېږید له زیږون سره سم ماشوم پاڅیدو او په قدم وهلو یې پیل وکړ.
کورنۍ یې حیرانه شوه، او دده د ژوندی خښولو پریکړه یې وکړه، خو تر دفن وروسته چې کله سهار وختي پلار له کوره راوځي ماشوم په دروازه کې ولاړ وي، پلار یې چیغې کړې هلئ کلاشنکوف راوړئ چې دا کومه بله بلا ده پسات ونه کړي خو تر کلاشنکوف مخکې ماشوم په خبرر راځي او وایي زه خپله مرم په کلاشنکوف مې مه وله، ماشوم کلمه طیبه وایي او مري.

اوسپنه خوړونکي انسان!!

د یوګوسلاویا په یوه سر کس کې یو سړی اوسي، چې خوراک یې اوسپنه دی، نوموړی د اوسپنې وړې او نازکې ټوټې خوري ، ویل کیږي هغه تر اوسه ږیرې، 25 زره پاکۍ خوړلې دي، همدا راز یوټن اوسپنیز نازک مواد ميخونه او د ماشینونو سامانونه یې تر ستوني تیر کړي دي.

لویه تمساح!

د نړۍ تر ټولو ستره تمساح د اندونیزیا په اوبو کې ژوند کوي چې لس متره اوږده ده، د نوموړی تمساح ملا دوه متره پلنه ده او د جسامت له مخې سمه بلا ده، عادی تمساح تر شپږو مترو زیاتی اوږدې نه وي.

ګل کب!

دا یو داسې کس دی، چې لکۍ یې د ګل په څېر نیولې وي ، کله چی کوم بل ژوی پرې برید کوي سر کښته کړي او د خپلې ګل ډوله لکۍ پوسیله ځان ژغوري.

انسان ډوله پړانګ!

يوې امریکایۍ جریدی خبر ورکړ، چې د افریقا په ځنګلونو کې یو پړانګ لیدل شوی، چې سر او بدن یې د انسان په ډول دي، خبر وایي چې دغه پړانګ تیار انسان دی، خو یوازې پر بدن یې د پړانګ په څېر خړ خالونه او ټکي دي.

تمدن خبري اژانس.

Leave a Reply