د پاکستان په لاهور ښار کې یو داسې خان اوسې، چې د کور د ساتنې لپاره یې سپي نه بلکې زمري ساتي‌.

دا سړی میا محمدضیا خان نومیږي یا نومول کیږي او د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه یې د خپل کور د ښایست او ساتنې لپاره زمري او پړانګان په ډېر لوړه بیه راوړي دي.

محمدضیا خان وایي تر دې دمخه ورسره لس پړانګان یو د پاخه عمر نر زمری او د نهو په شمیر ښځینه زمري د کور په ځانګړیو پنجرو کې ژوند کوي.

نوموړی دغو زمریو ته له حده ډیره مینه او د اوونۍ شپږ ورځې تازه غوښه ورکوي، خو یوه ورځ یې د ناروغۍ له ویرې په نمره ساتي .

دی وایي زمریو ته یې ځانګړي پالونکي او ډاکټران نیولي او داسې یې اموخته کړي چې د کور غړو ته یې هیڅ هم نه وایي، په خپله محمد ضیا هم کله، کله لا دغو زمریو سره لوبې هم کوي او ډېری شپې خپل کټ هم د تړلو زمریو تر څنګه اچوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان په ځنګلونو کې زمري نه پیدا کېږي او ضیا محمد خان وايي که د زمریو پاده ورسره زیاته شوه نو څه به یې په ځنګلونو کې خوشي کړي او څه به یې ژوبڼونو ته ډالۍ کړي.

تمدن خبري اژانس

By admin

Leave a Reply