ایف اد سپوفورت پر 1878کال د انګلستان پر خلاف په ملبورن کې هیټ ټرک جوړ کړ.
دانګلستان ډبلیو بېټس د استرالیا پر خلاف پر 1882 کال په ملبورن کې هیټ ټرک جوړ کړ.
د انګلستان جی پی هیر پر 1899 کال د اسټرالیا پر خلاف هیټ ټرک وکړ.

د اسټرالیا پنډوس اچوونکې ایج ټرمیل پر 1901 کال په ملبورن کې د انګلستان پر خلاف هیټ ټرک وکړ.
جي میتوز پر 1912 کال د سویلي افریقا خلاف هیټ ټرک وکړ.

پر 1912 کال د انګلستان وي ډبلیو جی ګوډرډ د جنوبي افریقا پر خلاف په جوهانبرګ کې په زړه پورې هیټ ټرک وکړ او مینوال یې پیدا شول.

پر 1957 کال د اسټرالیا ایل ایف کلاین په کیپ ټاون کې په سویلي افریقا هیټ ټرک جوړ کړو.

د ویسټ انډیز WW هال د پاکستان پر خلاف په 1958 کال د لاهور په لاس ګارډن کې هیټ ټرک وکړو او د مینوالو زړونه يې لاسته راوړل‌.

د سویلي افریقا جی ایم ګریفن پر 1960 کال په لارډ لوبغالې کې پر انګلینډ هیټ ټرک جوړ کړ.

د ویسټ انډیز ابل اوګننر د اسټرالیا پر خلاف پر 1960 کال په ایرلینډ کې په پنډوس اچولو کې هیټ ټرک تر سره کړو.

پی جی پتیرک د نیو زیلینډ له خوا پر 1976 کال په قذافي سټیډیم کې د پاکستان پر خلاف هیټ ټرک وکړ.

د اسټرالیا ایم جی هیوګز په واکا کې پر 1988 کال د ویسټ انډیز پر خلاف د پنډوس اچولو هیټ ټرک وکړ.

د اسټرالیا ډی ډبلیو فلمینګ د پاکستان پر خلاف په 1996 کال کې په ټیسټ لوبه کې د راولپنډي په سټیډیم لاهور کې د سریلانکا پر خلاف هیټ ټرک جوړ کړو.
عبدالرزاق په 2000 ز کال په ویسټ انډیز کې د ویسټ انډیز پر خلاف هیټ ټرک جوړ کړو.
په یو ورځنیو لوبو کې ړومبی هیټ ټرک د پاکستان جلال الدین په حیدر آباد کې د اسټرالیا پر خلاف وکړ.

By admin

Leave a Reply