انسان د الله ج یو ټولنیز اشرف المخلوق دی، چې په ډېر عجیب انداز، شکل او بڼې سره یې خلق کړی دی. انسان که چېرې خپل محیط او چآپیریال سربیره د الله په ټولو مخلوقاتو کې فکر او تصور وکړي د عقل او عرایضو له زاويې ورته وګوري، نو د دغه دواړو ځانګړنو په اساس الله ج درې ډوله مخلوق خلق کړی دی.

او یا که چېرې موږ انسانانو ته وګورو، نو دغه پوښتنه رامنځ ته کیږي، چې انسان ولې مطالعه کیږي؟

نو د دې پوښتنې ځواب په موندلو سره موږ د انسان افعالو او اعمالو ته متوجه کیږو، چې دلته باید د انسان واقیعت مطالعه شي او د انسان د واقیعت ترڅنک باید د نباتاتو او حیواناتو واقیعتونو ته هم سر ورښکاره کړو، چې دلته موږ درې ډوله مخلوقاتو باندې رڼا اچوو، یو ډول یې هغه مخلوق دی، چې عقل لرې ،خو عرایض نه لري، چې په دغه کټګورې کې د خدای ج سپیڅلې مخلوق یعني ملائیکې  شاملې دي.

او ځیني یې داسې دي، چې  یوازې عضوي اړتیاوې لکه هوا او اوبو ته ضرورت لري، چې په دې برخه کې نباتات شامل دي.

دوهم ډول یې هغه مخلوق دی، چې عرایض لري خو عقل نه لري، یعني عضوي اړتیاوې، خوراک، د بقا او جنسي غرایضو لرونکي دي، چې په دې کې غیر ناطق حیوانات یعني زمری، کارغه، غوا او وغیره  حیوانات شاملیږي.

دریم ډول هغه مخلوق دی، چې د عقل او عرایضو دواړو څخه برخمن دی، یعني عضوي اړتیاوې غرایض (جنسي، بقا او تداین) غریضو درلودونکي دي، چې په دغه ډول مخلوق کې انسانان شامل دي، نو د انسانانو عقل باید مطالعه شي، چې د انسان اعمال او افعال د همدې عقل څخه سرچینه اخلي او د همدې اعمالو او افعالو پواسطه انسانان محاسبه کیږي، عقلي فکر په ذریعه د یو شي تفکیک ، ښه او بد، سمه او غلطه لار  ټاکي، چې دلته اوس د فکر په تعریف باندې راګرځو؛ فکر په اصل کې د یو شي اخري پایله یا قضاوت دی.
یا هم فکر د عقل نتیجه ده، چې په پښتو کې ورته چورت وهنه وايي. په منطقو کې د فکر تعریف داسې کیږي، چې د مجهول د کشف لپاره د معلومو چارو برابرولو ته فکر ویل کیږی.

فکر یوه عقلي پروسه ده، چې دغه پروسه په څلورو شیانو باندې استواره ده ۱: د شي واقیعت ۲: مخکني مالومات ۳: سالم حواص  ۴: سالم دماغ

که چیرته پورته اصلونو څخه یو هم کم وي انسان سم فکر نشي کولئ. فرضا که موږ یو ماشوم لومړی ځل د اور سکروټې نیولو ته سوق کړو، شاید سکروټه په لاس کې ونیسي، ځکه چې دغه ماشوم ته په لومړیو کې د اور سکروټې واقیعت څرګند نه و، او که دوهم ځل د سکروټو اخیستلو امر ورته وکړو، نو ماشوم د سکروټې څخه لېرې او تیښته کوي، ځکه له ده سره د سکروټې مخکني مالومات پیدا شول.

همدا ډول که ړوند ته تور او سپین رنګونه یادوو، نو د رنګونو په اړه سم فکر نشي کولې، ځکه ړوند سالم حواص نه لري، یعني ړوند دی، په همدې ترتیب سره لیونۍ درست فکر نشي کولی، ځکه چې سالم دماغ نه لري، نو په همدې اساس که یو چا سره پورتنیو څلورو عناصرو څخه یو هم کم وي، نو ښه او عقلي فکر نشي کولئ.

که د فکر معیار ته سر ورښکاره کړو، نو انسانان د مختلفو معیارونو په اساس فکر کوي او یوې موضوع په تړاو د همدغو معیارونو په پایله کې قضاوتونه لاس ته راوړي، چې په همدې اساس باندې موږ فکر دلته په څلورو برخو ویشو.

۱:عقلي فکر؛ دا هغه فکر دی، چې عقل په کار اچوي او د هر شي د ثبوت لپاره عقل معیار ګرځوي.

۲: منطقي فکر؛ دا هغه فکر دی، چې د یوې قضیې د قیاس په اساس په نورو قضیو قضاوت کوي.

۳: ساینسي فکر؛ دا هغه فکر دی، چې ټول په لابراتواري او ساینسي پایلو باندې ولاړ وي.

۴: فلسفي فکر: دا هم د منطقي فکر په شکل دی، چې غایب په شاهد باندې قیاسوي، لکه ښاپیریو څخه د نجونو قیاس یا د دیوانو څخه د زورور قیاس
البرت انشټين وايي، په نړۍ کې تر ټولو سخت کار فکر کول دي.

د دې خبرې په تایید سره فکر کول ګران دي، ځکه که چیرې یو څوک ښه فکر کول وغواړي، نو د ښه فکر کولو لپاره ښه عقل ته ضرورت دی.

کله چې انسان نړۍ ته راځي، نو الله ج همدې انسان کې څلور لویي سافټویرونه انسټال کوي، چې هغه سافټویرونه د عرایضو، خاجاتو، اختیار او عقل څخه عبارت دي، چې د څلورم سافټویر یو عمل پروسس کوي په نتیجه کې فکر رامنځ ته کوي.

یعني موږ ټول انسانان د فکر لرونکي یو،‌ ‌خو فکر درست جهت ته ضرورت لري، چې دغه جهت په فضا کې د یوې سالمې مفکورې په نیولو سره منځ ته راځي او وروسته همدغه مفکوره د انسان لپاره باور، ارزښت او عقیده جوړوي، چې د همدې فکر په اساس موږ اشخاص په  مثبتو او منفي فکر لرونکو ویشو، چې مثبت فکر لرونکي یو څه ته له ښه اړخ نه ګوري، خو برعکس منفي فکر لرونکي یو څه ته له بدې زاویې ګوري.

مثلا که یو ګیلاس نیم له اوبو څخه ډک کړو، نو د ښه فکر لرونکي اشخاص ورته د اوبو نیم ډک شوې ګیلاس وايي او منفي فکر لرونکي اشخاص د اوبو نیم خالي ګیلاس ورته وايي.

د ځینو انسانانو فکرونه منفي هم نه وي، خو موضوع په اړه فکر سم نشي کولی، دا توان نه لري، چې عقل په کار واچوي او د هغې په اساس مستنیر فکر تولید کړي، بس موضوع ته په سطحي ډول ګوري او یوه پایله یا قضاوت ترې لاس ته راوړي، چې د دغو اشخاصو فکرونه د قیر غزیدلي تور سړک په شان وي، چې په ژوند کې له ډول ډول ستونزو سره مخامخ وي او مخکې پرتو ستونزو ته د حل لاره هم په اسانۍ نشي موندلې.

انسانان هم د فکر کولو له مخې په دریو برخو ویشو

۱: سطحي فکر لرونکي انسانان: دا هغه ډول خلک دي، چې یوې موضوع ته په سطحي ډول فکر کوي، دموضوع په جزیاتو پسې ډیر نه ګرځي لکه تلیفون، چې سطحي فکر لرونکي خلک یوازې دا فکر کوي، چې تلیفون د مشکلاتو د حل وسیله ده او بس موضوع په همدې ځای تړي جزیات نه پلټي

۲: عمیق فکر لرونکي انسانان: دا هغه خلک دي، چې موضوع ته په عمیق ډول ګوري، جزیات پلټي، د موضوع دلایل لاس ته راوړي، لکه پورتنې مثال کې د دغه فکر خاوندان دا فکر کوي، چې دغه تلیفون د مشکلاتو د حل وسیله ده، له څه شي څخه جوړ دی؟ بټري یې څه ډول ده؟ او وغیره،

۳: مستنیر فکر لرونکي انسانان: دا هغه ډول خلک دي، چې یوې موضوع ته په سطحي ډول نه ګوري، بلکې د موضوع ټول اړخونه سپړي او د هماغو اړخونو په پایله کې پټ دلایل او رازونه رابرسیره کوي او د یوې پایلې په نتیجه کې روڼ قضاوت کوي او د خالق سره روحي اړیکه ورکوي.لکه دغه تلیفون د مشکلاتو د حل وسیله ده، له څه شي څخه جوړ دی؟ بټري یې څه ډول ده؟

چا جوړ کړی؟ همدا جوړښتي مواد یې له کوم ځایه شول؟ او بالاخر خالق سره رابطه ورکوي.

د پښتو ادب ستوری ګل پاچا الفت وايي: فکر تر ښه ملګري هم بهتره دی، ځکه چې ملګری ممکن هر وخت تا درک نکړي او يا په ځينې کړنو کې ستا نظر تايئد نکړي. مثلا که يو څوک جرم کوي شايد يو ښه ملګری يې جرم بد وبولي او د ده راز افشا کړي بندي يې کړي او په ستونزو کې يې ايثار کړي، خو فکر هر وخت درسره دی که ښه کوې که بد د خلاصون او تېښتې لار درته ښيي. په هره ستونزه کې د ملګری کوي او ستا حکم مني.

فکر د یو کس د عقیدې نماینده ګي کوي، بدبختانه چې اوس موږ په دغه پنجره کې بند یو، نشو کولې چې د فکر له لارې د خپلې عقیدې اظهار وکړو، شرمنده ګي خو دلته دا ده چې که یو چا ته اسلامي فکر ورکوې، سمه لار ورته ښایې نو په شاه به دې مختلفې ټاپې لګیدلي وي، په مختلفو نومونو لکه تنګ نظری، لیونۍ، د حکومت ضد وغیره نومونو به یادیږئ، که غربي فکر په لور یې سوق کړئ، نو تا اتل، د وطن خدمتګار، د بې وسو لاس نیونکې وغیره لقابونه درکول کیږي.

شارل دومو نتسکيو وايي: هغه مخلوق چې د خپلو عقايدو او افکارو د بيان او اظها وس نلري، ژوندی مخلوق ندی.

نو فکرونو باندې کار وکړئ، ښې او مثبتې مفکورې ترویج کړئ، ښه مفکوره  په دې مانا نه دی، چې غلطو او ناراواوو ته هم ښه اووایه، بلکې د فکر او سالمې مفکورې په ذریعه د حقیقت سره پیوند شئ.

مثبت فکر لرونکي انسانان جوړ شئ، ځکه مثبت کس تل د ځوابونو يوه برخه وي او منفي کس تل د ستونزو يوه برخه وي، مثبت کس تل د هر کاڼي ترڅنګ، شين بوټی ويني او منفي کس تل د هر شين بوټي ترڅنګ، کاڼی ويني، مثبت کس تل د دوستۍ په ډېرولو کې هڅه کوي او منفي کس تل د دښمنيو په ډېرولو کې هڅانده وي، مثبت کس تل د صبر او زغم سره د ستونزو پر وړاندې مبارزه کوي او منفي کس تل په قهر او غوسې سره ستونزې ډېروي.
لیکوال: امین ګل سبا

By admin

Leave a Reply