افغانستان یو له هغو وروسته پاتې هیوادونو څخه دی، کوم چې ډیرې زیاتې ستونزې لري، لکه اقتصادي ستونزې، امنیتي ستونزې، زراعتي ستونزې او تعلیمي ستونزې لري.

او د دې ستونزو حلول زمونږ لپاره ډیر ضروري دی، خو بدبختانه موږ مسلکي کسان نه لرو.

که چیرې مونږ نورو هیوادونو ته وګورو نو هغوی یو ښه رئیس جمهور لري، ښه کارونه لري او د هغه هېواد وګړي اوسېدونکې په خپل ژوند کې کوم مشکل نه لري، ځکه د هغوی په هیوادونو کې جنګ جګړې نشته دي.

خو مونږ هیواد دوه رئیس جمهوران لري، یو ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی او بل یې ډاکټر عبدالله عبدالله دی، نو له همدې امله زمونږ د هېواد حالت ګډوډ دی او ورځ تر بلې زیاتیږي یا بدتریږي.

ورځ په ورځ د پاکستان لخوا زموږ په هېواد د توغندیو او مزایلو بریدونه کیږي خو زموږ ولسمشر ددې کار مخنیوی نه کوي.

که مونږ د پخواني ولسمشر حامد کرزي دورې ته پام وکړو هغه وخت چې حامد کرزی د افغانستان رئیس جمهور و، نو هغه وخت افغانستان ډېر سيستمونه درلودل، لکه امنیتي سیستم، اقتصادي سیستم، تعلیمي زده کړه ییز سیستم، زراعتي سيستم او همداسې نور ډېر زیات سهولتونه وو، حامد کرزی د افغانستان لپاره یو ښه رئیس جمهور و، هغه د افغانستان لپاره ډېری کارونه او ډیرې لاسته راوړنې کړي دي.

مګر بدبختانه کله چې اشرف غني د افغانستان رئیس جمهور شو، زموږ هېواد هغه ټول سیستمونه له لاسه ورکړل او له سختو ستونزو سره مخامخ شو، لکه زموږ د هېواد ځنې ولايتونه د طالبانو تر ولکې لاندې راغلل.

تمدن خبري آژانس

By admin

Leave a Reply