د چین په هربن ښار کې د نړۍ په کچه داسې هوټل جوړ شوی چې ټول کارونه یې او چارې یې ماشیني روباټونه پر مخ وړي.

په دغه هوټل کې 18 روباټ پرسونل کار کوي، د کاونټر په کرسۍ هم روباټ ناست وي، اشپزان، خدمتګاران او ختیځ ساتونکي یې هم روباټونه دي.

د دغو روباټونو قد له 4,3 او 5,25 فوټونو څخه زیات نه دی او په ټولو روباټونو اووه لکه نهه زره ډالر مصرف راغلی او په یوه خوراک درڅخه له 6 نیولې تر 10 ډالرو قیمت اخلي، دا روباټونه له هرو پنځو ساعتونو وروسته 2 ساعته چارج ته ایښودل کیږي، له مشتریانو سره د چینایي ژبې په لس قسمه لهجو خبرې کولای شي، خو ټول سیستم یې د یو انسان لخوا په کمپیوټر کنټرولیږي.

قاچاقبره پیشو


د برازيل حکومت د پیراکا ښار د زندان له مرکزي دروازې څخه داسې پېشو نیولې ده چې په ډېر مهارت به یې د زندان د ننه خلکو ته مختلیف غیر قانوني شیان په غلا تېرول.

چارواکي وایي، چې له دې پېشو څخه یې یو څټک، د اوسپنې اره کولو اله، موبایل چارجر او غوږۍ هیډ فون هم نیول شوي دي.

د دغه زندان د یو تن مسوول وایي، چې نه پوهیږي چې دا پیشو به د چا وي خو داسې ښکاري چې دغه وسایل یې د کوم زنداني د فرار او تېښتې د هڅې لپاره راوړي وو، ویل کیږي دغه پیشو اوس د ځناورو د ساتنې مرکز کې د بند شپې ورځې تیروي.

تمدن خبري اژانس.

By admin

Leave a Reply