خیرانیږی مه، دا قلم دغسې هم نه ده چې تاسو په ټکي نه پوهیږئ او دا به درته هر څه سموي، بلکې د مینډي وولسکي په لاس جوړ شوی دا ډېجېټل قلم ( لېرن سټیفټ پین) یوازې دومره کولای شي چې تاسو ته د لیکنې ګرامري تېروتنه سمه کړي یاده یې وساتي او نور نو ستاسې د زړه خبرې نه شي لیکلی.

د دې قلم جوړونکی وایي، زوی یې کوچنی و او هر وخت به یې ناسمه املا لیکله ځکه نو ده هم داسې هڅې پیل کړې چې له مخې یې خپل زوی ته اسانتیا رامنځته کړي.

دا قلم لینکس سیستم له مخې کار کوي، کله چې یو حرف ناسم ولیکې نو زنګونه درته وهي او شور کوي، ستاسو لیکنه په حافظه کې ساتي او کمپیوټر ته یې هم ترې انتقالولی شئ، دغه راز (( وایي فایي)) او چارج سیستم هم لري، که تاسې دغه قلم همداسې په هوا کې وخوځوئ او یو څه خط ولیکی نو دا یې درته یاد ساتي او کمپیوټر کې یې درته ښایي.

په لېرن سټیفټ قلم کې یوازې د 109 ډالرو په ارزښت المونیم او سيسټمونه کارول شوي دي.

تمدن خبري اژانس

By admin

Leave a Reply