د ادب له بڼه!!
په پښتو ادبیاتو کې هره هغه کلمه، عبارت، د ادا طرز یا مفهوم چې یو وخت نوی او جذاب و، خو اوس د ‌ډېر تکراري استعمال له وجې یې جذابیت کم شوی وي، کلیشه ورته ویل کیږي.


په ټولنه کې ډېرګورو چې په ناسته کې د وینا، یا هم د خبرو نه ستړي شو، یا موږ خپله هم درک وو، چې څوک رانه توجو بدلوي، علت دا دی چې موږ په پیغام لېږلو کې یا هنر نه لرو، یا پرې شکي یوو، دې وخت کې یو خبره څو ځلې تکراروو، دا تکرار کلېشه شي او کلېشه مو د خبرو یا وینا اغېز له مېنځه وړي.


کلیشه یوازې دا هم نه ده چې موږ په خبرو کولو کې ترې ځان ساتو، بلکې ډېر پام مو دې ته هم وي، چې نثر لیکو تکراري/ سلولېدلو الفاظو نه پټ شو.


د ادبي لیکنو لوی کار هم دا دی چې د نویو تجربو د انتقال لپاره د کلمو په منځ کې نوي تړاوونه او تناسبات ومومي اوپه دې ډول د خیال، فکر او احساس دنیا لا رنګینه او بډایه کړي.


ډېر کله له ویناوال اورو «له هر څه وړاندې د نبي مبارکه تحفه وړاندې کوم چې هغه عبارت ده له سلام څخه…» په غونډه کې فکر نه کوم داسې څوک وي، چې له دې مبارکې تحفې نوي خبر، دا عبارت که له څو ویناوالو واورو ممکن د څنګ ناست ملګري ته ووایو سخت تنګ یم، ښه به نوي چې دا تحفه سوچه واورو، چې السلام …. وبرکاته. نو ښکاره ده چې هیچا ته هم سولېدلې جملې د اورېدو وړ نوي.


ځینې شاعران او لیکولان کله د شعر یا ادبې لیکنې په وخت د کلیشې څپې یوسي، په شعر کې ځېنې تشبې اورو یا وینو چې تکراري وي، یا بې خونده شوې وي، مثلاً اننګي له انار، شونډې له پاڼو، ځواني له چینار او… دغه تشبې چې یو وخت ‎نوې وې، تکرار شوې او په وخت یې استفاده ممکنه ده، د شعر لپاره په تخیل کې ډېر داسې څه راوړای شو چې نوي وي، تکړه شاعران او لیکوالان د کلېشو تر استعمال تر خپله وسه وسه ډډه کوي. تکړه شاعراو لیکوال هڅه کوي چې د کلمو ترمنځ نوي تناسبات ومومي او پټې رابطې کشف کړي.


سولېدلې خبرې ممکن د سادګۍ نښه وي.
ځينې خبرې ډېرې مشهورې شي، خلک یې بیابیا تکراروي مثلاً که ورسته له ډېرې مودې د یو ملګري کور ته ورشې، شاید درته ووایي: سم د انځر ګل دې له ځانه جوړ کړی؟ او که د ډوډۍ د پاتې کېدو ست درته کوي نوشايد ووايي: ((یوغريبانه ډوډۍ به سره وخورو.)) دا جملې ولې تکراريږي؟ ځکه په اوله کې خلکوته ښکلې او جذابه وې، ګڼو کسانو زده کړې، ګڼو کسانو بیا بیا واورېدې، خلکو ته اوس په اسانۍ سره وریادیږی او څرنګه چې د خبرو کولو په وخت مونږ دومره فرصت نلرو چې د ذهن په تحويلخانو کې وګرځو او نوې جملې سره پيوند کړو؛ نو مجبورېږو چې د ژر رایادېدونکو خبرو باندې تکیه وکړو ټولنې دا مجبوریت منلی او په دې وجه يې هم منلې چې بنیادم کله کله بالکل بې موضوع وي، خو چوپه خوله پاتې کېدل ورته مناسب نه ښکاري.


په کوچني اخترکې هم شاید دا ډېره واورئ:
څنګه روژه په خېر تېره شوه؟
هو سړي ته خدای توفيق ورکوي!
که په سولېدلو خبرو کې افراط ونکړو بدې نه لګيږي خو په لیکنه کې تر مهمې وینا هم بده لګيږي، دقيقه خبره نه کلیشه کیږي؛ په کلیشه شوي ځواب کې غالباً ابهام وي، که فکر مو شي د څو لسیزو راپه دېخوا زمونږ سیاستوالو دا کلمه ډېره وکاروله: افغانستان له حساسو حالاتو تېريږي. د دوی خبره ناسمه نه وه، مګر دقیقه هم نه وه ځکه که ته وغواړې هر پړاو ته حساس پړاو ویلی شې.
کلیشه د کلام په معنا او ښکلا، دواړو، منفي اثر کوي. کلیشه دلیکنې دقت او وضوح ته له دریو اړخونو تاوان رسوي د مبالغې سبب کیږي، ابهام زيږوي اومعنا بدلوي.


د (په ترڅ کې) کلیشې د دې جملې معنا بدله کړې ده ((د یوې غونډې په ترڅ کې د استاد ورځ ونمانځل شوه)) دلته اصلي مقصد دا دی چې ټوله غونډه د استاد د ورځې په مناسبت وه خو دلته یې کليشې معنا وربدله کړې ده او اوس ورنه دا معنا راوځي چې د غونډې په ضمن کې د استاد ورځ ونمانځل شوه.


له راډیوګانواو تلویزیونونو نه هم د یو راپور یا کومې بلې خپرونې له اورېدو نه زیاتې کلیشې زده کولای شو! ځینې خبریالان ددې لپاره له کلیشو سره ملګري کیږي، چې ددوی راپور پوره کېدای نشي یا ورته لنډ راپور مناسب نه برېښې، داسې وخت کې د راپور بشپړېدا ته کلیشې ګوري او مکملوي یې؛ لکه په داسې حال کې، په ترڅ کې، ترڅنګ، هېره مو نوي او له دې سره نورو برخو کې.
د خپرونې په پیل کې اورو« سلامونه زه احمد مو په نن دې خپرونه کې یم په دې هیله چې روغ، جوړ، د صحت کالي، تازه…» دا خپرونه که دې احمد وي اوهر ورځ ترې دا خبرې اورو ایا د راډیو لپاره به زړې شوې بېټرۍ نوې کړو؟


له کلیشې خلاصون اسانه نه دی. په همدې لیکنه کې هم چې د کلیشې خلاف ده، یو بل کس شاید سولېدلي عبارتونه په اسانۍ ومومي. زمونږ ګڼې لیکنې چې پيل يې لا کليشه وي، ولې به لوستونکي لري؟ د کليشه (پیل) مثال: لکه څنګه چې ټولوته معلومه ده… يا دا یو څرګند حقيقت دی… . کلیشو ته ولې مخه کوو؟ کله چې وخت ونلرو هماغه کلمې لیکو چې ذهن ته سمدستي راځي. په ذهن کې تیار عبارات معمولاً سولېدلي وي د دې کار دمخنیوي لپاره باید له کليشو سره حساسيت ولرو. بله دا چې که په مطلب سم پوه نه یو، بیا معمولاً د کلیشو ابهام ته پناه وړو نو باید پوه و اوسو. کوم پوه بل ته لیک لېږلی ؤ د لیک په پاکټ یې لیکلي ؤ، وخت مې نه لاره ځکه لیک رانه اوږد شو.


ځینې کلیمات تکراري وي خو کلیشه نه وي، چې څوک یې په اورېدو نه خسته کیږي، خو تل باید نوښت ته د معیار له ډډې، هڅه وکړو.
له کلیشو څخه د خلاصون تمرین:
لیکوالانو او شاعرانو ته په کار ده چې دبې کلیشو نثرونه او شعرونو سره ځان عادت کړي.


د ادبي اثارو مطالعه دې نه هېروي، دغه مطالعه د ذهن خلاقیت زیاتوي.
یو متن دې ولولي او کليشې دې پکې ومومي. اخبارونه د کليشو ځالې دي.
په مورنۍ ژبه کې دې دپټو ښکلاوو او نا څرګندو وړتیاوو ته ځيرشي او دغه عمل او سلوک دې د ځان عادت وګرځوي.
لیکنه: جاوید آشنا

By admin

Leave a Reply