لیکنه : امتیازخان (سروان)
انساني طبقه چې لوی خدای جل جلا له په ټولو مخلوقاتو کې اشرف المخلوقات پیدا کړي او په بیلا بیلو نعمتونو یې نازولې چې تر څنګ یې په یو لړ مکلفیتونو او مسؤلیتونو هم ګمارلي دا چې ځوانان څوک او کوم مسؤلیتونه لري په لاندي لیکنه کې یې لولو.
ځوانان دي چې د ټولنې تهداب تشکیلوي او د ټولنې انرژي بلل کیږي که د ځوانې طبقې څخه سالمه ګټه پورته شي نو د هیواد ابادۍ ،سوکالۍ اوپرمختګ کې به رغنده رول ولوبوي.
ځوانان تل د پاک احساس ،لوړې انرژۍ او مثبتې جذبې درلودونکې خلک دي، چې د ټولنې دې طبقې ته باید په جدې توګه پاملرنه وشي .ځکه دا ځوانان دي چې په ټولنه کې انقلاب رامنځته کوي نو ځکه ځوانان باید په خپل زور او قوت پوه شي او د هیواد د پرمختیا لپاره ترې سالمه ګټه پورته کړي.


په ټولنه کې ځوانان کومې ونډې لري؟
که د عمر په لخاظ انسان ته وکتل شي نو ماشوم د کار کولو څخه عاجز وي او پوره انرژي نه لري همدارنګه بوډاګان هم کافي انرژي نه لري په جسمي او ذهني توګه کمزوري شوي وي او د پخوا په شان ثابت نه پاتي کیږي او د کار کولو وړتيا یی له لاسه ورکړي وي نو که وګورو ټولنه له همدې طبقو څخه جوړه شوې ده.مخکې مو یادونه وکړه چې ماشومان او بوډاګان کم انرژي وي خو یوازیني طبقه چې پوره انرژي لري هغه ځوانان دي نو کاملآ چې په ټولنه کې پراخه ونډه هم لري طبعآ چې زیات مسؤلیتونه به هم ولري چې غواړم لږه رڼا پرې واچوم.
۱ـ د تعلیم کولو مسؤلیت: تعلیم دی چې پر اساس یې هیواد او ټولنه د سوکالۍ او ابادۍ په لور ګامونه اخلي .


۲ـ ځوانان بايد په ټولنه کې هم خپل او هم د نورو حقوق وپیژني .
۳ـ ځوانان باید د هیواد او ټولنې د ابادۍ او ښیرازه کولو لپاره کار وکړي .
۴ـ ځوانان باید په ټولنه کې خپل ځان، ځای او دنده وپیژني .
۵ـ کله چې ځوان ته کوم مسؤلیت ورترغاړې شي نو باید ترسره کول یې پرځان فرض وګڼي .


۶ـ ځوانانو بل مسؤلیت دا دی چې په ټولنه کې هر ډول خلک ژوند کوي نو ځوانانو ته پکار دي چې باید سرکښه خلک اصلاح کړي او د امرباالمعروف او نهي عن المنکر واجیبه پرځاي کړي.


۷ـ د ځوانانو احساسات تر نورو قوي او زورور وي، نوپکارده چې خپلو مسؤلیتونو په ادا کولو کې د احساساتي چلنده کار وانخلي.
۸ـ د ټولنې سمون او سمبالښت ځیرکتیا ته اړتیا لري، چې باید چارې په ځیرکتیا ترسره شي نو ځوانان باید دا ځیرکتیا په ځان کې پيدا کړي.
۹ـ ځوانان باید د خپلو او نورو خلکو کړنو تجربه واخلي مثبتې کړنې یې تعقیب کړي او د منفي کړنو ځانونه وساتي.


۱۰ـ ځوانان باید په چارو کې له ډیر احتیاطه کار واخلي او د موضوعاتو سم درک وکړي او په اړه یې عاقلانه تصمیمونه ونیسي .
۱۱ـ ځوانان باید د ټولني له مادي او معنوي ارزښتونو څخه په پوره جرا‌ءت سره دفاع وکړي او د قوي کولو لپاره یې هڅې لا پسې ګړندۍ کړي .


۱۲ـ ځوانان باید ټول منونکي واوسي د نورو خبرو ، نیوکو او مشورو د اوریدلو حوصله ولري او خپلې خبرې نورو ته په سمه توګه ورسوي .
۱۳ـ مشران د کتابونو په شان دي ذاتي تجربې لري نو ځوانان باید وخت ناوخت د هغوی له تجربو ګټه واخلي .


که د ځوانانو مسؤلیتونو ته ځیر شو ، نو له شماره وتلې خو په ټوله مانا د ځوان مسؤلیت دا دی چې د الله جل جلاله له لورې راستول شویو فرمانونو رانیولې بیا تر ټولنیز ژوند پورې هر څه په سم ډول ترسره کړي ، تر څنګ یې رسنۍ او رسنیو کې شته ځوانان هم زښت زیات مسؤلیتونه لري ، ځکه چې رسنۍ په ټولنه کې د عمومه پوهاوي او اجتماعي لارښوونو مسؤلیت پر غاړه لري، چې باید د ټولنې ټولو طبقاتو ته د فکري ارتقاء لپاره کار وکړي، خلک له حالاتو باخبره وساتي،دیني،ملي،اجتماعي او فرهنګي ارزښتونو د پالنې او له هغوی څخه د دفاع په لار کې افراد،ټولنیز بنسټونه او ادارې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړي او د ټولنې بااستعداده وګړي فکري او ادبي ابتکارونو ته وهڅوي، نه دا چې په شعوري او غیر شعوري ډول یې هره لیکنه دپردیو ګټو لپاره وي او د ملت د ټوټه کیدلو لامل وګرځي، چې دامسؤلیت په رسنیو کې شته ‌ؤ ځوانانو لپاره راجع کیږي.


بلخوا د حکومت هم مسؤلیت جوړیږي، چې د ځوانانو د پرمختګ لپاره فرصتونه برابر کړي او د ځوانانو دپرمختګ په لار کې شته خنډونه،ستونزې او کړاؤنه له منځه یوسي ترڅو چې ځوان قشر د یوې ابادې او ښیرازې ټولنې بهبود وګرځي.


داچې ځوانان د ټولنې د ملا تیر حیثیت لري نو زموږ لپاره اړینه ده،چې د ټولنې او هېواد لپاره د خدمت وړ وګرځو؛ خو زه چې اوسنیو حالاتو ته ګورم نو سخت مایوسه شم ځکه چې یو ځوان به وي زده کړې به یې تر ماسټرې او دوکتورا په کچه وي خو د دوی اړیکي به یوازې د خلکو سره د مطلب په اشنایۍ اوګوند پالنې باندې وي!
دایې نه ده انګیرلې،چې څوک دهېواد او ټولنې پرمختګ لپاره کار کوي؟اوڅوک دهېواد او ټولنې لپاره مزاحم دی؟
خو اوسنیو ځوانانو دا هېره کړې یوازې خپلې شخصي ګټې په ملي ګټو بهتره بولي.


خو زه دیو ځوان په صفت ټولوځوانانو ته وایم او هېله مې دادی، چې یوازې دملت او هېواد دپالنې لپاره کار وکړي او د پردیو لاسونه ورلنډ او دهېواد دپرمختګ لپاره بې ساري ګامونه واخلي ترڅو چې هېواد مو له دې بدبختیو او تیارو څخه د رڼاګانو پر لور وټو کیږي.
پای
دیو باعزته او سرلوړي اقغانستان په هېله.

By admin

Leave a Reply