د رومیانو جوس ستړیا ختموي

د یونان د طبي چارو پوهان وايي، ستړي کسان دې له دې وروسته د انرژي تولیدونکو مشروباتو پر ځای د رومیانو جوس کاروي، ځکه د رومیانو جوس د انسان هر ډول سستي او ستړیا له منځه وړي.

دغو پوهانو په دې اړه له تېر یوه کال راهیسی یوه څېړنه هم کړې ده.
دوی ځینو لوبغاړو ته د رومیانو جوسو څښلو توصیه کړې او ځینو نورو ته یې بیا ویلي چې د ستړیا په وخت کې له عادي جوسو او مشروباتو څخه استفاده وکړي،

پایله یې دا راختلې چې د سهار له ورزش وروسته د رومیانو جوس څښل د هر ډول ستړیا مخه نیسي.

دغه راز پرله پسې دوه میاشتې د رومیانو د جوسو کارول د سرطان او زړه د نارغیو مخه نیسي.
اونه همدومره موده کې د بدن د پروټينو پوره کولو دنده هم تر سره کوي.

Leave a Reply