څه موده وړاندې د امریکا ساینسي څېړنو ادارې ناسا پدې وروستیو کې د یو روبوټ پراختیا اعلان کړې چې کولی شي مریخ ته د لیږل شوي ماشینونو خرابیدو په صورت کې په اوتومات ډول فعالیت وکړي ، د سترګو په رپ کې، زیانمن شوي ماشینونه بیارغول کیدی شي ، مګر اوس ناسا اعلان کړی چې د روبوټیک ماشین (کیورسټي روبوټ) خپل ځان مات کړی او د مریخ په اړه ټولې ساینسي څیړنې د لنډ وخت لپاره بنده شوې.
ناسا وویل، په سطح کې د غورځیدو وروسته ، دا ټوټه شوه او د کمپیوټر سکرین کې یې ځینې برخې کار پریښی ، کوم چې روبوټ د چلولو مخه یې ونیوله ، مګر دوی وویل هڅه به وکړي چې دا مسله ژر تر ژره د ځمکې څخه آنلاین حل کړي ، د بل راپور په وینا، د متحده ایالاتو ملیاردر ډینس ټیټو او د هغه ملګرو اعلان وکړ چې 2018 کال په اوږدو کې به مریخ ته د انسانانو جوړه واستوي.

د خلایي څېړنو ادارې وایي په دغه کال به د مریخ سیاره ځمکې ته ډېره رانږدې شي خو بیا به هم دغه سفر 500 ورځې ونیسي.

د ډېنس د خلایي تحیقاتو اداره (( انسپرېشنل مارز فاونډیشن)) وایي، دوی مجبور دي چې په دې سفر کې د پاخه عمر لرونکې یوه جوړه (( ښځه او مېړه)) واستوي، ځکه داسې جوړې ته د خلایي سفر زیانونه ډېر نه متوجه کیږي.

د ډېنس د ادارې کارکوونکي اوسمهال د يوې داسې جوړې په لټه کې دي چې په خپله خوښه دې سفر ته چمتووالی وښایي، د ډېنس یو ملګری جین پواینټر وایي:((دوی ته به بشپړه روزنه او د سفر د کنټرول زده کړې ورکول شي، د مریخ په سطحه به د جوړېدو اجازه ونه لري بلکې دغې سیارې ته د 100 کیلو متره نیږدې واټن څخه به بیرته راګرځي.

د امریکا د لندن پوهنتون یو پروفېسور کرسټوفر رایلي، د دې خبرې په ځواب کې چې ولې ځوانه جوړه نشي کولای چې د مریخ په سفر ولاړه شي، وایي: (( ځوانان ځکه نه شي استوالی چې د ځمکې له مقناطیسي چاپیریال څخه د دومره ډیرې مودې لریوالی هغوی ته د شنډوالی ناروغي هم پیدا کولای شي.

ویل کیږي په دغه سفر به دومره لګښت رانه شي خو سفر د کسانو انتخاب ، دخلایي راکټ چمتو کول او د ټاکل شویو کسانو روزنه به 5 کلونه ونیسي او تر هغې مودې پورې به مریخ سیاره هم ځمکې ته ډېره رانږدې شوي وي.

تمدن خبري اژانس

By admin

Leave a Reply