له ډیرو مې اوريدلي وايي چې( غل چې نه وې له پاچا هم مه ډارېږه) خو دلته کیسه بیا بل ډول ده، که له پاچا تر اجیره دې غلهْ شي بیا به دغه خبره سمه نه وي!؟
زه مسالونه ورکوم چې لا ښه سره پوی شو.


په یو کور کې چې له مشره نیولې بیا تر کشره ټول غلهْ وي نو د کورچارو تنظیم به يې په کوم ډول روان وي؟ طبعي ده چې د حق خوله به ګونګه او د عادت او عمل خوله به وازه وي ځکه چې تهداب يې په همدې ډول ایښودل شوی.


بل مسال: یوه رسۍ ده دوه ډلې په سیالۍ سره اچول شوي، د رسۍ دواړه خواوو ته +۵۰ کسان ولاړ دي او مبارزه کوي خو د یوې ډلې رسۍ چې ددوی په لاس کې یې سر دی یو ډول ښویه جوړه کړې تر څو مخالفه ډله پرې بریالۍ کړي نو طبعي ده چې له څو دقیقو وروسته به يې د غلا خاوندان ګټې!
بل مسال: که يو څوک په داسې شعبه یا سټاف کې دنده کوي چې ګردچاپیر يې شرمخان راټول وي او له پېل څخه يې خوراک د خپل مړه ورور غوښه ګرځېدلي وي بیا نو ورته عادي کېږي او ستا موجودیت به هلته څومره، څنګه او په کوم ډول وي؟ طبعي ده چې یا به ددوی په مذهب یا طریقه ځان جوړوې، یا به د څو میاشتو، ورځو یا ساعتونو میلمه وې، یا به د غریب، بیچاره، مظلوم، ګونډې، تور سرې… حق ځانته حلال ګرځوې، همداسې نده؟
په پښتو کې بله جمله هم ډیره خوله په خوله کېږي چې( غل چې نه غړېږي، مل دې وغړېږي) ښااا په دې حالاتو کې غل ته څنګه محسوس کولی او پيدا کولی شې؟


طبعي ده چې د څو ورځو ژوند ته به د بل حق حلال وګرځوې، ګنې په دې تقدیر به دې وولي او له فاني او بې وفا نړۍ به د تل لپاره رخصت شې!
بله جمله چې په اوس عصر يا مُډرنه نړۍ کې يې ځوانان په حضرت علي کرام الله وجه پسې منسوبه بولي داده چې( له نیشت نظام څخه ګډ وډ یا پاشلی نظام ښه دی) دوی په دې عقیده دي چې هر څه چې کېږي ودې شي خو نظام دې په خپل ځایه همداسې پاتې وي، چې هر څومره يوه ډله د نظام د جوړولو او اصلاحاتو د راوستلو ټینګار وکړي ځوانان يې په عکسلعمل کې وايي چې له نشت نه ښه دی! ته به حېران شي چې پکې پاتې څه دي، چې اوس يې شرق، غرب، شمال او جنوب هم ټوټه کېږي، اوبه، مس، سره، سپین خو پر ځای پرېږده.


اوس راځو دې ته چې ددې جملې( غل يې د غلا په تور د غلو په مخکې په غلا ونیو ) د لیکلو تر شا کیسه څه ده؟
د شپې څه پاسه يوه بجه وه، زه په یوه راپور پسې ووتم، موږ درې نفره وو( موټر چلوونکی، کیمره مین او زه پخپله) ما غوښتل چې د ګمرک په غلو او لارو شکوونکو کمیشن کارانو باندې مستند جوړ کړم.


له ټلویزون څخه د وتلو په حالات کې ما زرې او د ځان ساتنې خولۍ پر سر کړه، کله چې هدف ته نیږدې شوو نو له ډیر ځنډ او فکر وروسته په دې بریالي شو چې زرېع او خولۍ لرې کړم او يو موټروان سره د هغه په موټر کې د کلينډر تمثیل وکړم!
موتروان ډیر ډار په ډار روان شو، ما هر څه چمتو کړي و، د مسلک لارو چارو دلته کار ورکړ، يو کوچنۍ غرفه سړک تر غاړې ايښودل شوې وه په دغه غرفه کې درې کسان ناست ول.


کله چې زه موتروان ورولېږلم تر څو پيسې ورکړم او په مقابل کې يې ماته پارچه راکړي چې لاره کې له ځورورنو سره مخ نشم، نو کسانو راته په ځیر وکتل( بګو شماری پلتی موترتان) له ځنډ وروسته مې هر څه په سم ډول ورته وویل کله يې چې تکک سور زرګون راڅخه واخېست راته وايي( بروو او دیګه از خودت) مال پارچه راکړئ وايي( تو نو امدی چتو؟ برووو ګم شو) موټروان ته مې وویل کیسه څه ده بلاخره له دوه ساعته ځورورنو، پوښتنو او لانجو وروسته په دې وتوانېدم چې خپله وسله( مایک) ددوی مخې ته څرګند کړم، یو يې په بیړه منډه کړه خپله سپینه خوله چې ټرافیک يې پر سر کوي له ځان سره واخيسته او ولاړ، پاتې دوه ډیر چالاک وو، زما موټروان يې هم راوغوښت کوم کس چې زه ورسره د کلينډر په تمثیل تللی وم، د هغه سره يې په خبرو کې وویل چې د موټر څښتن ته يې که په کرایه يې چلوې؟ هغه ورته وویل په کرايه بس خوله يې خلاصه کړه چې دغه موټروانان د موټر له څښتن څخه ۱۵۰۰ افغانۍ کټ کوي موږ ته ۱۰۰۰ افغانۍ راکوي، په دغو زر افغانیو کې له ما نیولې تر ټرافیک، قومندان، کشفې ارګان او هغه عادي ساتونکی هم شامل دي!
نو په کیسه مې سر خلاص شو چې موټروان يې د موټر له څښتن، قومندان يې له عسکر، کشفي ارګان يې له قومندان او عادي ساتونکی يې له ټرافیک څخه پټوي!
دلته له تا نیولې تر بله غلهْ دي خو که موکه په لاس ورشي!!!
لیکوال: محمدعمر ځواک

By admin

Leave a Reply