د امریکا متحده ایالاتو یو عسکر ته چې د عراق په جګړه کې یې دواړه پښې او دواړه لاسونه له لاسه ورکړي وو، د لومړي ځل لپاره د 13 ساعته عملیات په ترڅ کې ټرانسپلانټ ((مصنوعي ډوله)) لاسونه ولګول شول.

دغه عسکر برینډن ماروکو نومېږي او په جان هاپکن طبي پوهنتون کې یې عملیات ته د امریکا تر ټولو تکړه ډاکټران راټول شوي وو، دوی د ماروکو هډون، شریانونه او رګونه د ټرانسپلانټ عملیات له لارې په 13 ساعتونو کې پیوند کړل.

بلخوا ماروکو خبریالانو ته ویلي چې د مګړۍ خو یې لاسونه کار نه کوي مګر ډاکټرانو ورته ویلي چې تر دریو کلونو به هره ورځ معاینه کيږي او لاسونه به یې هم تر همدومره مودې فعال شي.

نوموړي ویلي د خپلو پښو په معلولیت دومره خپه نه و لکه څومره چې لاسونو په معلولیت خپه شوی و ((اوس یو څه راحت احساسوم، مګر وبه ګورم چې د ډاکټرانو د عملیات څومره ښې پایلې لرلی شي.))

By admin

Leave a Reply