په لوړه سویه مصنوعي لاس جوړ شو

د سویزر لېنډ طبي کارپوهانو د ساینس په تاریخ کې لومړي ځل لپاره داسې مصنوعي لاس جوړ کړی چې له قدرتي مشابه او معلول کسان به کټ مټ د طبیعي لاس په څېر خپل کارونه پرې کولای شي.

دا مصنوعي لاس چې روباټي خاصیتونه لري له جوړیدو وروسته د ازمایښت په ډول سویسي 20 کلن ځوان ته ولګول شو، دغه ځوان په یوه ټرافیکي پېښه کې خپل ښی لاس بایللی و، دې هلک وکولای شول چې ډېر کارونه په دغه مصنوعي لاس تر سره او د دماغو په ذریعه یې کنټرول کړي.

ډاکټران وایي، د دغه مصنوعي لاس تخنکي سيستم له انساني دماغو سره عیار شوی دی، چې د ذهني خیالاتو او حواسو له مخې یو معلول کولای شي، د عادي لاس په څېر ټول ورځني کارونه پرې تر سره او کنټرول کړي.

تمدن خبري اژانس

By admin

Leave a Reply