افغان پياوړي توپ وهونکی رحمان الله ګربز يو ځل بيا يو غوره پيل د افغان لوبډلې په ګټه واخيست او له زمبابوی بالرانو يې لاره ورکه کړه.
ګربز د لوبې پيل ډير چټک واخيست، او ډيره تيزه پنځؤسيزه يې ووهله، او د افغان لوبډلې په ګټه يې په 45 توپونو 87 چټکې منډې جوړې کړې.
بلخوا ګربز له اصغر افغان سره هم تر ډيره ښه ملګرتيا وکړه او د زمبابوې لوبډله خورا له سخت فشار سره مخ کړه.
ګربز هغه ځوان لوبغاړی دې چې هميش يې د افغانستان د ملي لوبډلې په ګټه غوره توپوهنه کړې او مخالف ټيم يې تر سخت فشار لاندې راوستی.
ګربز له دې وړاندې په تجارتي ليکونو کې هم د افغانستان نو روښانه ساتلی، افغانان د رحمان الله ګربز اينده ته ډير خوشبين دي.
افغانستان له دې وړاندې د زمبابوی پر وړاندې دوه د ټيسټ سيالۍ ترسره کړې چې لومړی يې زمبابوی او دوهمه لوبه بيا افغانستان له زمبابوی څخه په لوړ توپير وګټله.
په ټيسټ سيالۍ کې د افغانستان لپاره اصغر افغان 164 او حشمت الله شاهدي بيا 200 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
تمدن خپلواکه ويبپاڼه

By admin

Leave a Reply