هغه مهال چې ماشومان د ښونځي پر لور ګامونه اخلي په خپلو لومړنیو زده کړو پيل کوي نو د خیال په پردو یې د یوې نا معلومې راتلونکي انځورونه ځي او راځي، د راتلونکې ژوند په باب ورسره ګټي پوښتنې پیدا کیږي په لومړنیو وختونو کې ممکن ماشوم په دې ونه پوهیږي چې ولې په لومړنیو وختونو کې ماشوم ښوونځي ته لیږل کیږي هو چې د هغه په ذهن کې د لیک او لوست ډیوه بله شي نو ماشوم د خپل ژوند او زده کړې د موخې په هکله پوهه تر لاسه کوي  او په دې هڅه کې وي چې څرنګه هغهو موخو ته ورسیږي کوم چې د نوموړي په ذهن کې موجونه وهي.
ماشومان بیا د ځوانۍ تر پړاو پورې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د زده کړو په بهیر کې کړوونه ګالي تر دې پورې چې هغه وخت راورسيږي چې نور باید خپلو هیلو کړکۍ پرانيزي د کانکور په ازموينه کې د ګډون چانس تر لاسه کوي او د همدې لارې ګړندي ګامونه واخلي او خپلو هیلو ته ورسیږي.

په کانکور کې د بریالیتوب د ترلاسه کولو لپاره اړ دي چې په خپله تعليمي دوره کې د زده کړو د تر لاسه کولو لپاره يو منظم پلان جوړ کړي لا ځینو اصلو او قوانينو څخه ځان خبر کړي او بیا د همغه قوانینو په چوکاټ کې ځان برابر کړي د ښونځي د دورې یو لایق او با استعداده ملګری مې لا دې کبله په ازموينه کې پاتې راغلی چې د ازموینې په ډګر کې د ویرې او سېلاب په ډاګر کې پاتې راغلی د روحي فشار سره مخ و.

او د پروسو په ډګر کې یې تیروتنې کړې وې بلکې هغه د ازموینې لپاره پوره چمتوالی درلوده لیکن هغه د داسې اصولو لارښونو څخه بې برخې وو کوم چې هغه په ازموينه کې د ډاډ سبب ګرځیدلی وای.

ددې لپاره چې زده کوونکو د داسې ستونزو لپاره مو یوه د خل لاره موندلي وي او لا هغوی سره مو مرسته کړي وي نو لازمه مې وګڼله چې د دې موضوع په اړوند یو څو خپلې تجربې لا تاسو سره شریکي کړم په دې هیله چې اړو زده کوونکو ته د ګټورې واقع شي.

ګرانو زده کوونکو ! وړاندې له دی چی د کانکور په آزموينه کې ګډون وکړی باید آزموینی ته بشپړ چمتووالی ونيسی ، کانکور چانس او طالع مه بولی ځکه دا کار ستاسی په کمزورتيا دلالت کوي او د دې سبب کيږي چې ستاسي د چمتووالي او درس لوستني بهیر اغيزمن ممکن ستاسی په ذهن کي دا مفکوره راوټوکیږي چې کانکور خو هسې هم د بخت او چانس خبره ده ، نو دا دومره زحمت أو هلی ځلی بیا د څه لپاره ؟ حال دا چې داسي نه ده ، ستاسی سره موجود استعداد او لیاقت ستاسی د بخت ښکارندوی دی ، پرلپسې هڅه او مطالعه ستاسی د ذهنيت لمني پراخوي او د دې سبب ګرځي چی د استعداد او لیاقت مانی مو نوري هم دنگی شي ، اوسمهال چې د کانکور په پروسه کې نوي او مثبت بدلونونه منځ ته راغلي دا بدلونونه زده کوونکي په دې باوري کوي چې ګواکی په کانکور کي د درغلی او خیانت نشتون د دوی بریا ته لاره برابروي او دوی کولی شي چی د پخوا په پرتله په آسانی سره د خپلی خوښي پوهنځي ته لاره ومومي نو تاسي باید هیڅکله هم د مطالعی او لوست لمن پرېنږدی ، یوازي دا نه ده مهمه چی تاسی د کانکور د آزمویني لپاره مطالعه وکړي ، بلکی تاسی باید د خپلې ذهني زیرمی د بډاینې لپاره هم ډیره مطالعه وکړی او هغه څه زده کړي چې د ژوند په عملي ډکر کی درته په کار راځي.

د کانکور د آزمویني لپاره د چمتووالي په خاطر د ښوونځي ټول کتابونه په ژوره توګه مطالعه کړي او له دې سره په څنګ کي هڅه وکړی چی د یوی موضوع په اړه د نورو معلوماتي سرچینو لکه انټرنيت ، بېلابېل کتابونو ، مجلو او نورو وسایلو څخه ګټه واخلی د ښوونځي د هر مضمون په اړه يوه يوه کتابچه ځانګړی کړي او هغه لندیزونه او مهم یادښتونه په کې خوندي کړي چې ستاسی له نظره ډېر اړین وي ، دا لنډيزونه او يادښتونه به ستاسی سره مرسته وکړي چې د اړتیا پر مهال په لنډ وخت کي ډېر معلومات ذهن ته وسپاری د تېرو آزموینو پوښتني هم وګوری د خپل استعداد پر مټ یې حل کړي او د ستونزو سره د مخامخ کېدو پر مهال له خپلو استادانو او یا نورو ملګرو څخه مرسته وغواړئ د ساینسي پوښتنو د حل پر مهال ځیرک اوسئ او په دې ځان پوه کړی چی د ساینسي او رياضيکي پوښتنو په حل کې کوم فورمولونه او لاري ډېرې کاریږي ، هڅه وکړي چې په دې برخه کی ډېر تمرین وکړی . مطالعی د ارزښت په باب ممكن وپوهيږی ، لیکن هغه څه چې زه یی دلته ذکر کول غواړم هغه لاري چاري دي چې کیدای شي د آزمویني په ډګر کې درته ګټه وکړي او د امتحان په شپه بشپړ استراحت وکړي او له بېځایه پندار او هغه فعاليتونو ډډه وکړي کوم چی ستاسی ذهني ستړیا سبب ګرځي . آزموینی ته له تګ وړاندې د آزمویني په ډګر کې ټول کارېدونکي توکي لکه : قلم ، پنسل ، او … له ځان سره ولری.

1 هغه عاليتونو ډډه وکړي کوم چې السقاي د ” ذهني ستريا سبب ګرځي
2 آزموینی ته له تګ وړاندی د آزمویني په ډګر کي ټول کارېدونکي توکي لکه : قلم ، پنسل ، او . ، له ځان سره ولري

  1. هڅه وکړي چې د آزمویني ډګر ته په خپل وخت ځان ورسوي ، هغه سخته او جدي مه ګڼي او په أرامو اعصابو د پوښتنوحل ته راودانگی ، د آزمویني تر مخه ښه او ګټور خواړه وخورئ ، کوم چی ستاسی بدن ته انرژي او ځواک درکولی شي د لوږی په حالت کي آزموینی ته زړه مه ښه کوی ځکه ښایی چی ذهن مو ښه کار ونه کړي او ژر ستړی شي
    5 ، د آزمویني په ډګر کې ښه احساس ولري ، آزموینه د خوشی چانس وګټي همدا شان هغه اصولو او مقرراتو ته زمن واوسئ کوم چی په آزموينه کی پری ټینګار شوی
    6 د آزموینې په جریان کې باوري واوسئ چې برياليتوب ستاسی دی ، هیڅکله هم ځان کمزوری مه بولی ځکه تاسې ډیر با استعداده ياست ، مه پریږدئ چې منفي ذهنيت او ناهیلي درباندي خپل سيوری وغوړوي . له ذهن څخه مو اضافي او هغه ځیالونه وباسئ چې ذهن مو اخلالوي د سوالونو د حل پر مهال ډاډ تر لاسه کړی چی ټاکلی ځواب مو سم دی
    7 کوښښ وکړی چی د ځوابونو او ټاکنو پر پاڼو ښه پوه شي ( په ډکولو کی یی پوره غور وکړي تر څو خدای مه کړه له تېروتني سره مخ نشی )

8 کوښښ وکړی چی د ځوابونو او ټاکنو پر پاڼو ښه پوه شی ( په ډکولو کی یی پوره غور وکړئ تر څو خدای مه کړه له تېروتني سره مخ نشی )
9 د خپلی خوښی پوهنتون وټاکئ ، هغه پوهنتون چی تاسی یی د لوړو زده کړو لپاره غوره کوی د هغه د موقیعت او نورو ځانګړنو په باب مو باید مخکې له مخکی بشپړ معلومات راټول کړي وي ، ځکه ناڅاپي او بیړنی ټاکنه ستاسی د پښیمانتیا سبب ګرځيدای شي
10 پوهنځی مو په خپل ذوق او خوښه وټاکئ او په دې برخه کی د بل چا ذوق مه تحمیلوئ ځکه همدا تاسي ياست چې د زده کړو بهیر پر مخ بیایی.دا هغه څه دي چې د کانکور له آزمویني وړاندې باید په دی اړوند تصميم ونيسي او د خپلو موخو مطابق ټاکنه وکړی
11 وګوری چی د پوښتنو په حل کې څومره مخکښ ياست د هغې مطابق ټاکنه وکړي ، ځکه د ځینو پوهنځيو نمري تر نورو هغو لوړي وي ، که تاسي د سوالونو په حل کولو کې ناتواني احساس کړه ، نو بیا د هغه پوهنځيو ټاکني ته زړه مه ښه کوي چې په لوړو نمرو زده کوونکي مني ، ځکه دا کار د دې سبب کیږي چې ستاسي د بریالیتوب چانس کم کړي
12 له آزمویني وروسته هم خپل مورال لوړ وساتئ آزموينه د ژوند د حالاتو یوه برخه وګڼئ ، ټول ژوند مه ورسره تړي ځکه تاسې په خپل ژوند کې د بریالیتوب او نیکمرغی د تر لاسه کولو لپاره له کانکور پرته با نور چانسونه هم لری تاسی په يو داسي چاپېریال کې ژوند کوی چی هر لوری و مینه او نیکمرغي ده . لا اعلان ته چمتو واوسئ ، د بریالیتوب انتظار وکړي او که خدای مه کړه ستاسی د آزموینی پایله “

ټاکنې ته زړه مه ښه کوي چې په لوړو نمرو زده کوونکي مني ، ځکه دا کار د دې سبب کیږي چې ستاسي د برياليتوب چانس کم کړي
13 له آزموینې وروسته هم خپل مورال لوړ وساتی ، آزموينه د ژوند د حالاتو يوه برخه وګړئ ، ټول ژوند مه ورسره تړي ځکه تاسی په خپل ژوند کي د بریالیتوب نیکمرغی د تر لاسه کولو لپاره له کانکور پرته بلا نور چانسونه هم لري تاسی په يو داسي چاپېریال کې ژوند کوی چې هر لوری یې مینه مینه او نیکمرغي ده .
14 د پايلو اعلان ته چمتو واوسئ ، د بریالیتوب انتظار وکړئ او که خدای مه کړه ستاسي د آزموینې پايله ستاسی د خوښی وړ نه وه زړه مه خورئ ، هيڅ کومه خبره نه ده او منفي غبرګون مه ښکاره کوي بلکي آزموینه د ژوند يوه تجربه وبولئ او د خپل بریالیتوب لپاره هڅی چټکی کړی.
رحمان بابا وایي
چې غوټې پسي وهي په لاس به درشي
چا ویل چې په درياب کې ګوهر نشته

By admin

Leave a Reply