اړیکه عبارت له هغه جریان څخه ده چی معلوماتو تبادله په کې کېږي . سالمه اړيکه يانې په سم ډول تعامل کول او په ښه ډول اړیکه درلودل چې د چا درناوی او حق له منځه په کې لاړ نشي څېړنې ښايي ، په ورځ کې ۷۵ سلنه زموږ وخت د نورو سره په اړیکه کې تېريږي ، ۶۰ سلنه اختلافات په یوي غلطې اړیکه کې دي ، ۲۰ سلنه غربیان نشي کولای تر ټولو ساده اړیکه لا جوړه کړي . د دي لارو په وسيله پوهېدای شو چی زموږ اړیکه ناسالمه ده قضاوت کول ، بدلېدل ، خفګان او غوسه ، سپکاوی او ټوکې کول ، نیوکې ته ځواب ، ذهني حالت نه درک کول او مقابل لوري ته نه پاملرنه ، په پيغام کې شک ، امر کول ، پېغور او کنایه ویل ، بی ځایه نصيحت کول ، د ډېرو پوښتنو کول او د هغوی اړتیاوو ته پام نه کول دي .

د اړیکو په جوړولو کې د شخصيت ډولونه

کوم کسان چی ژور خفګان لري د ټولنيزي انزوا د رامنځته کېدو سبب کيږي او ټولې اړیکې یې ورځ تر بلې کمیږي .

کوم کسان چې ډېر اضطراب لري ، د اړیکو څخه مخنيوی کوي او یا هم برعکس کېدای شي د نورو وګړو شخصي حريم ته وردننه شي.

هغه وګړي چې ډېر شکاک / بد گمانه دي ، تل غواړي نور وګړي کنټرول کړي ، دوی دا فکر کوي چې نور وګړي دوی ته پلان جوړوي او قصد لري چې زیان ورته ورسوي .

کوم انسانان چې ځانته ډېر پام کوي ، تل نورو ته امر کوي او د همدې سره اړیکه غواړي جوړه کړي . تړلي شخصيتونه ، دا وګړي په اړیکه کې له حد څخه ډېر وابسته کېږي ، ځان او نورو ته ستونزې جوړوي

که سمې اړیکي ونه لرو ؟

د غوسې ، وېرې او تهدید حس مور کې پیدا کیږي ، د ويني غوړ لوړېږي ، رواني فشار او اضطراب رامنځته کېږي ، د دفاعي سیستم کمزوري کېدل ، بد بيني زیاتېدل ، د ته کمېدل ، منفي مسايلو ته پناه وړل او د منفي اخصایه ډېرېدل دي .

موږ کولای شو په دې لارو سره يوه اړیکه پیل کړو ؟

اړیکه باید دوه طرفه وي ، موخه او قصد مو واضح وي او مقاصد مو ريښتينې وي

د یوی ښې اړیکی اصول دا دي

اړیکي کې موږ ځان مخته کړو ، وپېژنو او دوی موږ وپېژني هڅه وکړو چې له خپل اړیکې سمه ساتنه وکړو ، تل په اړیکه کې درناوی په نظر کې ولرو

د اړیکي مرحلي:

پوهېدل او د پیغام درک کول ، د مخاطب لوري د پاملرني خپلول ، مخاطب لوري ته لاسرسی ، په رويه کي بدلون او د پیغام منل دي.

اړیکی په څلور ډوله دي

د وګړو ترمنځ اړیکي تل ، ډله ييزه اړیکه ، جمعي اړيکه او ځان سره اړیکه ده

نه پاملرنه ، رواني فشار ، حدس او كمان ، قالبي فكر ، په اورېدلو کی ټاکنه ، وچ فکرونه او ارزونه زموږ ټولو اړیکو ته زیان رسوي

نو د دې لارو په وسيله موږ خپل تېري اړیکې ښه کولای شو

ښو خاطراتو يادول ، مېلمستيا ته تلل ، د بښنې غوښتل ، جريمه ورکول ، بښل ، په اخترونو کې د پيغامونو لېږل او ارواه پوه سره مشوره

د هر چا په ژوند کې اړیکي ډيري اړیني او ارزښت لرونکي دي او موږ ته ډېري ګټي هم لري ؟ د نورو سره په اړیکه درلودلو موږ خوشحاله او نېکمرغه کېږو ، کولای شو له ځانه ساتنه وکړو ، د ښې اړیکې په درلودلو سره د وېرې او اضطراب څخه مخنيوی کولای شو ، کیدای شي مينه او صميميت مو ډېر شي ، ښه اړیکه د غلطۍ د اصلاح کېدو سبب کيږي

نو که دا ټکي په نظر کې ونیسو تل به ښي اړیکې ولرو .

By admin

Leave a Reply