تاسو به حتما زمونږ او تاسې په ټولنه کې دا یو متل اوریدلی وي چې وايي: ښه مڼه د شغال په برخه وي. دا متل اکثره وخت د هغو کسانو په ارتباط ویل کیږي چې دوی بدرنګ وي اما میرمنې یې ښایسته وي.
په دې اړه د نورې نړۍ خلکو څیړنې کړي، چې پکې دا مساله څیړل شوی دی، چې ولې ښایسته ښځې بدرنګ میړونه کوي.
څیړنې وایي، چې هغه ښځې چې د امر کولو عادت، او شوق لري، هڅه کوي ترڅو له ځانه کمزوری او بدرنګ میړه وکړي. ترڅو وکولی شي خپل عادت چې په اړتیا یې بدل شوی خوندي وساتي. ویل کیږي چې هغه جوړې چې ښځه یې تر خاونده ښایسته وي خوشحاله ژوند لري او کورنۍ جنجالونه یې کم وي.
ددغه برخې څیړونکې وایي، نارینه وو ته د ښځو ښایست مهم دی، خو ښځو ته بیا د خاوند قد او شتمني ارزښت لري، او ښایست پسې یې ډير نه ګوري.
څیړنې وايي چې د رابطې په پیل کې ښایست رول نه لري، ځکه ښایست دی چې یو کس بل ته جذب کوي، اما ښایست بیا په دې کې چندان رول نه لرې چې یو څوک یې د واده لپاره معیار وبولي.
محققان وايي چې واده راز ته ورته دی، چې په ښایست پورې یې نشو تړلی، کله چې دوه کسان یو له بل سره اشنا کیږي، پیل یې له ښایست کیږي خو کله چې شناخت رامنځ ته کیږي ښایست خپل ځای ظرفیت، اخلاقو، چلند، وړتیا، شتمنۍ، شخصیت، فکر او داسې نورو ته پریږدي.
ددغې برخې څیړونکو په ۸۲ هغه جوړو چې د واده يې درې کاله وتلي ول څیړنه وکړه، دغه جوړو معمولا شل کاله عمر درلود. دوی له هرې جوړې ۱۰ دقیقې ویډیو وکړه او ځینې پوښتنې يې ورته وسپارلې چې یو له بل یې وکړې، دغه ویډیوګانې محققانو وارزولی، دوی معلومه کړه چې ځینې خاوندان چې منفي فکرونه یې لرل میرمنې ته یې ویل ( دا ستا ستونزه ده او خپله یې حل کړه)، برعکس هغه کسان چې مثبت فکرونه یې لرل د میرمنې د مشکل په اړه یې ویل ( زما او ستا ژوند یو دی، زه څه کولی شم او په کوم ډول مرسته درسره کولی شم).
په دویمه ډله کې هغه کسان شامل وو چې دوی ښکلي نه وو اما میرمنې یې ښایسته وې. په دغه ۸۲ جوړو کې درې برخې کسانو ښځې ښایسته وې او یوه برخه یې داسې وه چې میړونه یې ښایسته ول، هغه جوړې چې میرمنې یې ښکلې وې ژوند نظر هغوی ته چې میړونه یې جذاب ول بهتره و.
ددغه څيړنو پایلو وښوده چې نارینه همیش هڅه کوي چې له ښایسته میرمن سره واده وکړي. اما د ښځو هڅه دا وه چې خاوند یې لوړ قد او شتمني ولري.
ددغه څیړنو په نتيجه کې دا هم معلومه شوه چې هغه جوړې چې خاوند او میرمن یې دواړه ښایسته ول یو بل یې کم حمایه کول یا په لږه اندازه د یو او بل ملاتړي ول، خو هغوی چې میرمنې یې ښکلې وې د یو او بل فوق العاده ملاتړي ول.
محققان وايي: هغه جوړې چې خاوند بدرنګ او میرمن یې ښایسته وي یو د بل زیات ملاتړ کوي، دوی اصلا واده د ښکلا په معیار نه وي کړی، میرمن په خاوند کې یو بل هنر موندلی وي او واده یې کړی وي.

تمدن خپلواکه ویبپاڼه

By admin

Leave a Reply