د کرکټ بورډ او لوبغاړو ترمنځ جنجال
له هغې وروسته د کرکټ او بورډ او لوبغاړو ترمنځ جنجال رامنځ ته شوی، چې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د لوبډلې په ترکیب کې لوی بدلونونه راوستل.
اوس تازه داسې انګیرل کیږي، چې ښايي ځینې لوبغاړې د کرکټ بورډ سره پریکون اعلان کړي. د یادو لوبغاړو په ډله کې افسر ځاځی، عثمان غني، د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه اوس په دې هڅه کې دی، چې د لوبغاړو ترمنځ رامنځته شوی مشکل ژر تر ژره حل کړي.
زمونږ د معلوماتو په اساس ښایي د لوبډلې په ترکیب کې یو ځل بیا مهم بدلونونه راشي. دا په داسې حال کې دی چې افغان کرکټ بورډ د پاکستان خلاف لوبو لپاره ۲۱ کسیز نوملړ اعلان کړی.
د یاد نوملړ له مخې: رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق اتل، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شاهدي، نجیب ځدراڼ، اکرام علیخیل، شاهد کمال، محمد نبي، کریم جنت، عظمت عمرزی، رشید خان، عبدالرحمن، نوین الحق، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، نور احمد لکڼوال شامل دی.
یوسف ځاځی، سلیم صافی، شرف الدین اشرف، او قیص احمد د لوبډلې په اضافي لوبغاړو کې شامل دي.
له بلې خوا داسې اوازې دي، چې ښايي کرکټ بورډ اسدالله خان بیرته راولي، ویل کیږي چې نوموړی يې د کرکټ د ډایریکټر په توګه ټاکلی دی، او یا ورته فرهان یوسفزي د دندې وړاندیز کړی دی.
کرکټ بورډ اسدالله خان څو ورځې وړاندې له دندې ګوښه کړ، چې ګواکې د لوبډلې انتخاب کې شفافیت نه و، او هم يې په ټاکل شوی لوبډلې بې باوري ښودلې وه، چې له پاکستان څخه لوبې نشي ګټلي.
اسدالله خان هم کریک انفو ته ویلي وو چې ځینې غیر مسلکي کسانو یې په کارونو کې مداخله کوله نو ځکه یې له خپلې دندې استفعا وکړه.
که په کرکټ بورډ کې همداسې جنجالونه دوام پیداکړي، ښايي د افغانستان د کرکټ برخلیک له تباهی سره مخ شي.

د لا نورو معلوماتو لپاره تمدن ویبپاڼه وڅارئ.

By admin

Leave a Reply