وروسته له هغې چې د پاکستان له مسلسلو وړانديزونو سره سره؛ جوبايډن عمران خان ته ټيليفون ندی کړئ. اوس تازه د وزير اعظم عمران خان د امنيتي چارو سلاکار معيد يوسف ويلي چې که امريکا د پاکستان مشرتابه او عمران خان له پامه وغورځوي نو دوی نورې لارې هم لري.

د يوې بریتانوۍ ورځپاڼې سره معيد يوسف په خپله مرکه کې ويلي؛ چې د امريکا ولسمشر جوبايډن د عمران خان سره خبرې ندي کړي.

امريکا په داسې حال کې د پاکستان په وړاندې خپل دريځ ته تغير ورکوي؛ چې پاکستان امريکا ته د اډو له ورکړې انکار وکړ؛ د پاکستان او امريکا ترمنځ سفارتي اړيکې په دې ورستيو کې ترينګلې شوي.

اوس پاکستان په دې هڅه کې دې چې په نړيواله سطحه له امريکا سره تعلقات بيرته را جوړ کړي؛ ښايي دا پر پاکستان د امريکا يو ډول فشار وي تر څو طالبان په افغانستان کې د سولې سنجيده خبرو ته حاضر شي.

معيد يوسف له دې څرګندونو يوه اونۍ وړاندې واشنګټن ته تللی وو او هلته يې د خپل امريکايي سيال سوليوان سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې وې.

د امريکا ولسمشر بايډن له پريکړې سره سم ټولو امريکايي ځواکونو د وتلو له بهير سره سم طالبانو په افغانستان کې بيساری پرمختګ کړی.

اوس هڅه دادی چې امريكا پر پاکستان فشار راوړي ترڅو طالبان په افغانستان کې د سولې سنجيده خبرو ته حاضر کړي.

By admin

Leave a Reply