په ترکیه کې هغه ۹ ناقانونه افغان کډوال پولیسو نیولي دي، چې ویل کېږي په عسکري دریشي کې ګرځېدل او د سیمې خلک یې اندېښمن کړي و، دا کسان به ژر بېرته افغانستان ته راولېږل شي.

د ترکیې د رسنیو د راپورونو په وېنا، دا ناقانونه افغان کډوال د استانبول په زیتون بورنو سیمه کې نیول شوي دي او له نیول کېدو وروسته د استانبول د کډوالو چارو ریاست ته سپارل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د زیتون بورنو په سیمه کې ګڼ شمېر ناقانونه افغان کډوال لیدل شوي و چې په عسکري کالیو کې ګرځېدل او د سیمې خلک یې اندېښمن کړي و.

د دغه کسانو ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپرې شوې وې، چې د ترکیانو سخت غبرګونونه یې راپورته کړي و او له پولیسو یې د یادو کسانو د نیولو غوښتنه کړې وه.

پولیس وايي، چې د ویډیوګانو له څېړلو وروسته یې دغه ناقانونه افغان کډوال په یاده سیمه کې  ونیول او له څېړنو وروسته یې پرېکړه وکړه چې بېرته باید افغانستان ته ولېږل شي، نو ځکه یې د کډوالو چارو ریاست ته سپارلي دي.

By admin

Leave a Reply