د ځواک نیو د کورنيو چارو وزارت مني چې حکومت د رسنيو مرکز مشر دواخان مينه د کابل په دارلامان پر سړک ترور شوی.

دواخان مينه پال په داسې حال کې ترور کيږي؛ چې جګړې په ټول هيواد کې زور اخيستی؛ څو ورځې وړاندې په کابل د دفاع وزارت سرپرست وزير بسم الله محمدی په کور هم ډله ييزو بريد ترسره شوی وو.

دواخان مينه پال د حکومت د رسنيو مرکز مشري په غاړه درلوده.

د دواخان مينه پال مړينه د هيواد لپاره لویه ضايع دی؛ ښايي دواخان مينه پال مړينه په افغانانو ډير بد اغيز ولري.

طالبانو په يوه خپاره کړې اعلاميه کې د دواخان مينه پال د ترور مسوليت په غاړه اخيستی.

د تېرې ولسي جرګې ټاکنو پرمهال دواخان مینه پال د ولسمشرۍ ماڼۍ له ویاندۍ تېر او دې ټاکنو ته د کوچیانو په استازۍ ودرېد، خو جرګې ته بریالی نه شو.

دواخان مینه پال تر دې مخکې د افغانستان د عامه کتابتون مشر او په کندهار کې د څو کلونو لپاره د اطلاعاتو کلتور ریس هم پاتې شوی وو.

هغه یو وخت د افغانستان په سوېلي ولایتونو په تېره کندهار کې د ازادۍ راډیو خبریال هم و.

نوموړی د کابل پوهنتون له حقونو پوهنځي فارغ او شاعري او لیکوالي یې هم کوله.

By admin

Leave a Reply