د ځواک نیو د طالبانو له لورې په يوه خپاره شوې خبر پاڼه کې راغلي؛ چې نيمروز لومړنی ولايت شو چې په بشپړ ډول ددوی په ولکه راځي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل خپاره شوي ټويټ کې داسې ليکلي:

د الفتح عملیاتو په جریان کې نیمروز ولایت لومړنی ولایت شو، چې د مجاهدینو لاس ته ولوید.
نن ورځ د یاد ولایت مرکز زرنج کې د ولایت ودانۍ، امنیه قومندانۍ، استخباراتو ریاست او ټول ملحقات د مزدور دښمن له وجود څخه پاک او د مجاهدینو په کنترول کې شول.

خو افغان حکومت تراوسه په دې تړاو څه ندي ويلي؛ د نيمروز سقوط پر داسې مهال دی چې هيواد کې درنې جګړې زور اخیستی او لا هم د هيواد ډيرې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دی.

لا هم په ځينو ښارونو کې درنه جګړه روانه دي؛ يادې جګړې هيوادوال سخت انديښمن کړي؛ ډيری افغانان هڅه کوي ترڅو نورو هيوادونو ته د پنا اخيستلو لپاره لاړ شي.

By admin

Leave a Reply