د ځواک نیو له هغه وروسته چې په هيواد کې امنيتي وضعيت بيکچې خراب شوی؛ تازه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبايډن امر ورکړی چې د طالبانو پر هغه ځایونو دې پر B-52 بمبار وشي په کومو کې چې د ښارونو پر لور حرکت کوي.

بايډن پر داسې مهال امر ورکوي چې تازه د افغانستان د دوه ولايتونو ( نيمروز او جوزجان) مرکزونه د طالبانو په ولکه کې راغلي.

او له بل لورې د هيواد په نورو ولايتونو کې هم جګړې سخت زور اخیستی. چې هيوادوال يې بيکچې په مالي او ځاني ډول زيانمن کړي.

په هيواد کې د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم جګړې زور اخیستی؛ چې لا تراوسه د هيواد زيات شمير ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.

طالبان تازه په دې هڅه کې دي چې د هيواد د يو شمير ولايتونو مرکزونه هم تر خپل کنټرول لاندې راولي؛ له بل لورې د هيواد مهمی ترانزیټي لارې او بندرونه هم د طالبانو په ولکه کې دی؛ چې د هيواد اقتصادی وضعیت يې سخت اغيزمن کړی

By admin

Leave a Reply