د ځواک نیو د افغانستان د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال جسد، چې د تېرې جمعې په ورځ ‘اګسټ ۶) په کابل ښار کې طالبانو وواژه، د پارلمان انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.

د مینه پال د جنازې د لمانځه امامت د افغانستان د عالمانو شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ وکړ.

ښاغلي ځدراڼ تر جنازې وروسته پخپلو خبرو کې دوا خان مینه پال د عالمانو خادم او شهید وباله.

د مینه پال د جسد خښولو مراسمو کې د هغه خپلوانو، ځینو چارواکو او د ملي شورا ځینو غړوی ګډون کړی و.

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وویل، “دوا خان مینه پال ترهګریز برید کې وژل شوی دی.”

د نوموړي په ترور د ننګرهار والي او د ولسمشر سلاکار ضیاءالحق امرخېل هم خواشیني ښودلې ده.

وسلوال طالبان وايي، د دوی د وسلوالو ځانګړې ډلې دوا خان مینه پال وژلی دی.

دوا خان مینه پال له څو میاشتو راهیسې د حکومت د رسنیو مرکز مشر او تر هغه مخکې د افغان ولسمشر مرستیال ویاند و.

د تېرې ولسي جرګې ټاکنو پرمهال دواخان مینه پال د ولسمشرۍ ماڼۍ له ویاندۍ تېر او دې ټاکنو ته د کوچیانو په استازۍ ودرېد، خو جرګې ته بریالی نه شو.

دواخان مينه پال مړينه د هيواد لپاره لویه ضايع بلل کېږي؛ او يو شمير سياستوالو د دواخان مينه پال په مړینه ژوره خواشيني ښودلې.

By admin

Leave a Reply