د ځواک نیو د دواخان مينه پال له ترور څه باندې يوه ورځ تيريږي؛ خو لا هم د کرزي په شمول ځيني لوړ پوړي سياستوال د هغه په وژنه خاموش دي.

لا تراوسه معلومه ندی چې ولې ځينې چارواکې ددواخان مينه پال په وژنه خاموشه دي؛ دواخان مينه پال پرون د جمعې له لمانځه وروسته د دارلامان په سړک ترور شو؛ د مينه پال وژنې هيوادوال سخت خواشيني کړل.

 د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي پوره يوه ورځ وروسته خواشيني څرګندوي او امرالله صالح تراوسه ددواخان مينه پال وژنې ته هيڅ کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د مينه پال له ترور سره سم ځينو لوړ پوړو چارواکو د هغه ترور وغانده او او خپله خواشيني يې څرګنده کړه.

غبرګونونه

د افغانستان ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د ښاغلي مینه پال وژنه غندلي او په یوه پیغام کې وايي:

”دا بزدلانه، ناروا او ترهګریز برید په سختو ټکو غندم. باوري یم چې د دې جنایت عاملان به د خپلې بې رحمۍ، قساوت او افغان وژنې بیه پرې کړي. د افغانستان خلک به ترهګرۍ او وېرې اچوونې ته تسلیم نه شي. ”

د افغانستان کورنیو چارو وزارت په یوه پیغام کې د ښاغلي مینه پال وژل کېدلو پېښه سخته غندلې ده. په پیغام کې ویل شوي:

”په ژورې خواشینۍ سره ترهګرو نن د کابل ښار په اوومه حوزه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال شهید کړ. شهید دواخان مینه پال پر هېواد میین او مبارز ځوان و، چې د جمعې د لمانځه پر مهال عثمان غني جومات ته څېرمه د ترهګرو لخوا په ډزو شهید کړل شوی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافير راس ویلسن په یوه ټویټر پیغام کې وايي: ” موږ د دوا خان مینه پال پر وژل کېدو خواشیني شوي یو، یو داسې ملګری او همکار چې دنده یې د افغانستان په هکله ټولو افغانانو ته د رښتیني معلوماتو پر ورکولو متمرکزه وه. دا وژنه د افغانانو د بیان ازادي او بشري حقونو ته سپکاوی دی. ”

کاناډا هم د دوا خان مینه پال وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي. په کابل کې د کاناډا سفارت په یوه ټویټ کې ویلي دوا خان مینه پال په افغانستان کې د وینا د ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي او د بشري حقونو د خوندیتابه لپاره ټینګ ولاړ و.

سیاستوال او په پاکستان کې د بشري حقونو فعال افراسیاب خټک د ښاغلي مینه پال د وژل کېدو په هکله یوه ټویټر پیغاکې وايي، ”افغانستان یوه داسې جګړه کې له ځانه دفاع کوي چې د ډله ییزې وژنې، د ملي مفکرینو له منځه وړلو، کتابتونونو، ارشیفونو، ملي یادګارونو سوځولو او دولت او ملي هویت له منځه وړلو ټول توکي پکې شامل دي او مینه پال د دې هر څه مخنیوي لپاره ولاړ و.

د پاکستان پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن دوړ د ښاغلي مینه پال وژنې په تړاو ژور خپګان ښودلی دی.

By admin

Leave a Reply