د خوست د سقوط په تړاو ضد و نقيص څرګندونې کيږي؛ طالبانو د باک ولسوالۍ د نيولو ادعا کوي؛ بلخوا بيا د خوست امنيی قوماندانۍ رهبري داسې وايي د ځواک نیو

د خوست ولایت له درنې رهبرۍ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځانګړې مننې او ولس ته د بشپړ ډاډ په اړه!

دا چې بېګاه شپه ناوخته 12:00 بجې د هېواد دښمن د خوست ولایت پر باک ولسوالۍ ډېر دروند، د قوي امکاناتو پر درلودلو او تجهیزاتو استوار برید وکړ دا چې دښمن هاموي موټرونه له انفجاري موادو هم ډک کړي وو او ډېر نور قوي مهمات د دښمن په لاس وو؛
د شکر ځای دی چې د خوست ولایت رهبرۍ محترم والي تورن جنرال مهمند کټوازي، د باک ولسوالۍ ولسوال صباح الدین بابکرخېل، د باک امنیه قومندان او د خاصو امنیتي او دفاعي (KPF) ځواکونو یاد لوی برید د محکم مقاومت په نتیجه کې چې تر سهار 4:00 بجو پورې یې دوام وکړ، په شا وتمباوه او له انفجاري موادو ډک موټرونو ته یې چادونې ورکړې چې دښمن د قوي ماتې تر څنګ د تل په څېر پر کونډو شو.

د شپې جنګ له راپیله تر دې دمه د یادې جګړې د تعقیب بار مې پر اوږو وو، چې د خوست امنیتي برخې مسولینو او د مرکزي دولت پر همغږۍ مې ډېر قوي ټینګار درلود للهِ الحمد شکر نتیجه یې مثبته او ولسوالۍ له سقوطه خوندي پاتې شوه.

د خوست میړنیو ولسونو او په خاصه توګه د یادې ولسوالۍ امنیتي او دفاعي ځواکونو دا سرښندنې، د خاورې ارزښت او ارضي تمامیت ته د احترام او ساتلو دا ویاړ او میړانه به په زرینو کرښو ولیکل شي او د نمونې په توګه به یې یاد وي، دښمن فکر درلود چې له نورو ځایونو په نیول شویو رینجرو، هاموې موټرونو او مهماتو به د باک ولسوالۍ سقوط او ونیسو خو خبر نه وو چې باک د زمریانو کور او د تاریخ پاڼه پاتې شوې چې دا ارمان یې له ځان سره ګور ته یووړ.

By admin

Leave a Reply