د افغانستان کرکټ مخکښ لوبغاړی راشد خان د نړۍ پر مشرانو غږ کوي چې په دې حساس حالاتو کې موږ په کړکيچ کې مه پريږده. راشد خان له هغه وروسته چې افغانستان کې جګړه په ډير شدت روانه دی په خپل يو ټويټ کې داسې ليکلي:

راشد خان: “د نړۍ مشرانو! موږ په کړکېچ کې مه پرېږدئ. د افغانانو وژنه او د افغانستان ورانول ودروئ.”

 د ځواک نیو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي او لوبډلمشر راشد خان پر خپل ټوېټر ليکلي: “د نړۍ درنو مشرانو! زما هېواد په کړکېچ کې دی، د ماشومانو او ښځو په ګډون بې ګناه وګړي هره ورځ شهيدان کېږي.

کورونه او شتمنۍ ويجاړېږي او په زرهاوو کورنۍ بې ځايه کېږي.”
نوموړی زياتوي: “موږ په کړکېچ کې يوازې مه پرېږدئ. د افغانانو وژنه او د افغانستان ورانول ودروئ. موږ سوله غواړو.”

له دې څرګندونو وروسته د کرکټ ملي لوبډلې يو بل لوبغاړې اصغر افغان پر افغانانو غږ کړی؛ چې کابل ته د راکډه شويو خلکو سره مرستو دوام ورکړي.

اصغر بيا پر خپله فسبوک پاڼه داسې ليکلي:

د کابل ښار قدرمنو ښاریانو د پام وړ!
راځئ چې ټول په شریکه گران هیواد کې؛ د روانو‌ ناخوالو له امله له گڼو ولایتونو څخه د راکډه شویو میلمنو وروڼو او خویندو پوښتنه وکړو!

له بده مرغه دا هیوادوال مو د کډوالۍ تر څنگ له غربت سره هم لاس او گریوان دي چې زمونږ او ستاسو ټولو مرستو ته جدي ضرورت لري.

لوی څښتن تعالی د یوه بنده لخوا د بل بنده مرستې او صدقاتو باندې راضي کیږي او د آفتونو مخنیوی کوي!
راځئ هر یو د خپل وس مطابق ورسره مرستې وکړو

خپلې مرستې مو په خپلو لاسونو ورورسوئ؛ هم خپل رب راضي کړئ او هم دروند افغانیت وپالئ.

په درنښت

By admin

Leave a Reply