د غزني والي داوود لغمانی په ميدان وردګو ولايت کې د امنيت له لورې ونيول شو

د غزني والي داوود لغمانی د ميدان وردګو ولايت کې د ملي امنيت له لورې ونيول شو.

داوود لغمانی په داسې حال کې نيول کيږي؛ چې غزني ولايت يې پرته له کوم مقاومته طالبانو ته تسليم کړ.

داوود لغمانی وروسته د طالبانو په امنيت له غزني ښاره تيښته کړې چې د ميدان وردګو په ولايت کې د ملی امنيت د ځواکونو له لورې ونيول شو.

ياد خبر د کورنيو چارو وزارت وياند ميرويس ستانکزی تاييدوی. ځواک نیوز پاڼه په خپاره کړې اعلاميه کې ويلي چې داوود لغمانی د ملي امنيت له لورې نيول شوی.

دا په داسې حال کې دی چې ډيری ولايتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته ورغلي او تازه يې د غزني په ښار ولکه خپله کړې او په ځينو نورو ښارونو کې جګړه په شدت سره روانه دی.

Leave a Reply