بالاخره پاکستان خپل وړانديزونه په واضحه توګه بيان کړل؛ د پاکستان دا څرګندونې د افغانستان د روانې جګړې علت په ګوته کوي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام د دغه هېواد کړکېچ ته حل موندل ستونزمن ښکاري.

نوموړي زیاته کړه، اسلام اباد ته د طالبانو د مشرتابه پلاوي سفر پر مهال یې دا ډله هڅولې چې له افغان حکومت سره هوکړې ته ورسېږي، خو عمران خان زياتوي، طالبانو ویل، ولسمشر غني په واک کې وي، دا ډله له افغان حکومت سره خبرو ته نه تیارېږي.

عمران خان پرون اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي، خو امریکا پر پاکستان فشار اچوي چې د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره پر طالبانو خپل نفوذ وکاروي.

عمران خان امریکا تورنه کړه چې پاکستان یې د هغې ګډوډۍ ختمولو لپاره یواځې پرېښودلی چې افغانستان کې یې شل کلن حضور سره پرېښودلې ده.

پخپله ولسمشر اشرف غني بیا بیا خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې واک نه پرېږدي، خو وارمخکې ټاکنو ته چمتو دی.

عمران خان پرون اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي، خو امریکا پر پاکستان فشار اچوي چې د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره پر طالبانو خپل نفوذ وکاروي.

  د ځواک نیو پر ږینا د عمران خان دا خبرې په داسې مهال دی چې له تېرو دوو ورځو راهیسې قطر کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان په ګډون د ځینې هېوادونو استازي د افغان کشالې پر کړکېچ پای ته رسولو بحث کوي.

دې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالب پلاوی هم ګډون لري.

By admin

Leave a Reply