له هغې وروسته چې افغان کرکټ بورډ له خپلې پاڼې د ۲۰۲۱ م کال نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه راشدخان د یو ټويټ له لارې د خپلې استعفا اعلامیه هم نشر کړه.
دا په داسې حال کې دی چې د کرکټ بورډ او لوبغاړو ترمنځ له څو ورځو راهیسې د لوبډلې د غوراوي په سر جنجالونه روان وو.
راشد خان د اصغر افغان په بیرته راتګ ټینګار کولو خو لا هم د راشدخان د استعفا دقیق علت ندی معلوم، د افغانستان کرکټ بورډ له لورې په اعلان شوي نوملړ کې شامل لوبغاړې : راشد خان، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، اصغرافغان، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، حشمت الله شاهدي، محمد شهزاد، مجیب الرحمن، کریم جنت، ګلبدین نایب، نوین الحق، حمید حسن، شرف الدین اشرف، دولت ځدراڼ، شاپورځدراڼ او قیص احمد شامل دي.
د راشد خان له استعفا وروسته د کرکټ بورډ همکارانو د فسبوک د لارې په خپارو شوو پوسټونو کې لیکلي چې ګواکې د کرکټ بورډ رسمي پاڼه هیک شوې.
له بلې خوا د استرالیا کرکټ بورډ د افغانستان سره د ټیسټ سیالۍ لغوه اعلان کړې.

By admin

Leave a Reply