د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی راشد خان وايي؛ له تير يو نيم کال راهيسي مې پر خپل بيټينګ باندې کار روان کړی ترڅو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په د توپ وهنې په برخه کې هم لاسته راوړنې ولرم.
راشد خان يادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې يې د کرکټ بورډ له مشر فضلي سره د نوملړ په سر جنجال راغلی وو او له همدې کبله نوموړي له کپتانۍ استعفا ورکړه او پرځای يې محمد نبي ساحل د کپتان په حیث وټاکل شو.
راشد هڅه کوله ترڅو داسې يو سکواډ ولري چې افغانستان کرکټ لوبډله په روان نړيوال جام کې ښه ولوبیږي.

By admin

Leave a Reply