د سر درد څنګه ختم ګړو؟

نن سبا د سر درد څخه زیات خلک په تکلیف کې دي، او نشي کولای چې دې درد ته د پای ټکی کیږدي،زیاتو ډاکټرانو پسې ګرځي او شفاء نه مومي مونږ دلته څو نقطې تاسو ته وړاندې کوو چې تاسې یې په عمل کې وګورئ.

(۱)په زیات مقدار سره خوب کول

که چیرې یو کس ۸ ساعتونو څخه زیات خوب وکړي یا ولري همدا کس په رواني او ورسره په څنګ کې د سر درد په ناروغۍ اموخته کیږي پوهان وايي چې زیات مقدار خوب کول د سر درد سره په څنګ کې انسان په رواني ناروغیو اخته کیږي، چې دا یو ډیر لوی خطر رامنځته کوي.

(۲) نشايي توکې

سګرټ،نصوار او ورته نور نشايي توکې چې انسان یې څکوي په مستقیمه توګه پر دماغو اغېزه کوي، همدا نشايي توکې د انسان په دماغو کې (نیکوتین) ماده جوړوي، که چیرې نیکوتینو ته نشايي مواد ونه رسیږي نیکوتین په خوځښت راځي چې د سر درد لامل جوړيږي.

(۳)کافي چای

که غواړئ چې سر درد مو ختم شي، مازیګر کې دوه پیالې کافي چای وڅښئ همدا کافي ۱۴ ورځې تکرار کړئ درد به مو لا منځه لاړ شي.

(۴)د اوبو شور ته کینئ

که تاسې سر په دومداره توګه درد کوي او نه ښه کیږي، نو تاسې هغه ځای ته لاړ شئ کوم ځای کې چې زیاتې اوبه وي مثلآ سیند، خوړ او یا لا پورته ځای څخه اوبه ځمکې ته  راتوییږي، هغه ځای کې لس منټه کینئ او د اوبو شور ته متوجې شئ آن شاءالله سر درد په لا منځه لاړ شي.

نوټ: د سر درد لا منځه وړل زیات علتونه لري هو مونږ هغه نقطې دلته ذکر کړي دي چې با تجربه شوي دي.

By admin

Leave a Reply