د کرکټ بورډ مشر عزيزالله فضلي له خبریالانو سره په خبرو کې ويلي چې نيوزيلينډ لوبډله غواړي افغانستان ته د لوبو لپاره راشي؛ فضلي همدا راز زياته کړې اوس چې په افغانستان کې امن دی نو ډيری لوبډلې به افغانستان ته راځي.
ځينو خبريالانو د عزيزالله فضلي په دې خبرو نيوکه کړې؛ او زياته کړې يې دی چې فضلي دروغ ويلي او يوازې د خلکو سترګو ته خاورې شيندي؛ دا په داسې حال کې دی چې نيوزيلينډ لوبډله د امنيتي ګواښونو له کبله له پاکستان څخه واپس وګرځيده او بلخوا انګلينډ بيا پاکستان ته له ورتګه ډډه وکړه. نو په داسې حالاتو کې څنګه ممکنه دی چې نيوزيلينډ لوبډله افغانستان ته د لوبو لپاره راشي.

له هغې وروسته چې عزيزالله فضلی د کرکټ بورډ د مشر په حيث ټاکل شوی د افغانستان کرکټ له سترو ننګونو سره مخ دی؛ له يوې خوا د بورډ او لوبغاړو ترمنځ لفظي شخړه رامنځ ته سوې او له بلې خوا د کرکټ بورډ مشر ديکتاتورانه کړنې کوي. ښايي د افغانستان کرکټ له سختو بنديزونو سره مخ شي.
دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په روانه مياشت کې د نړيوال جام سفر په مخ کې لري؛ که چيرته لوبډله له بنديزونو سره مخ کيږي نو ددې مسوليت به دچا په غاړه وي؟

By admin

Leave a Reply