د راشد خان او محمد نبي په اړه د جنرال مبين څرګندونې

د افغانستان د نظام له بدلون سره د کرکټ په برخه کې بې کچې زيان انديښمنونکې بدلونونه راغلي؛ خلک د افغانستان د کرکټ راتلونکې په اړه انديښمن دی.

 اوس تازه د تا.ال.بانو یو ستر غړی «جنرال مبین» وایي چې دوی د کرکټ برخې ته ځانګړي پاملرنه کوي، ځکه چې کرکټ په یو ستر مقام کې  شتون لري او د افغانانو يوازنی د خوښۍ زریعه دی. نوموړي د شمشاد تلویزیون سره په ځانګړي خپرونه کې وویل چې بېګا مې د نړۍ لومړی درجه الراونډر محمدنبي سره خبرې وکړې، په نړيواله کچه د محمد نبي له لورې لومړی مقام ګټل د هر افغان لپاره ستر ویاړ دی.

نوموړي وویل چې بل لوبغاړی راشدخان هم د نړۍ په کچه زیات مینه وال لري، د نوموړي ټویټر یو میلیون فالورز څخه معلومیږي چې څومره مینه وال لري. هغه زیاته کړه چې د کرکټ بورډ په اداره کې باید ۴۰ تر ۵۰ نفرو کار وکړي خو د فساد او واسطو په زور یې شمیر ۲۸۰ نفرو ته رسېدلی وو.

نوموړي وویل چې خلک دې په ټاکل شوي اجرایه رایس نصیب ځدراڼ نیوکه نه کوي، هغوی به خپله وګوري چې نصیب ځدراڼ څومره لایقه شخص دی.

Leave a Reply