د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې کس سرور احمدزی وايي له ولسمشر غني سره ت.الب لوړپوړو چارواکو تماسونه نيولي ترڅو بيرته افغانستان ته راشي؛ سرور احمدزی له شمشاد سره په يوه مرکه کې ويلي؛ غني اوس هم تيار دی چې د هيواد او هيوادوالو لپاره د خدمت ډګر ته را وګرځي.

سرور احمدزی زياتوي غني افغانان نه دې هېر کړي؛ او ولسمشر لا هم د هيواد له مخورو مشرانو سره په تماسونو بوخت دی.

 

دا خبرې په داسې مهال رسنيزې کيږي؛ چې څه موده وړاندې د ت.ال.بانو يو بل لوړ پوړی چارواکی ملا برادر په تړاو ځينې ګنګوسې خپارې شوې وې؛ خو ښايي حقيقت دا وي چې غني او ملا برادر ترمنځ ليدنه هم شوي وي.

ويل کيږي ولسمشر غني ت.البان.و څخه د ملاتړ لپاره څو شرطونه وړاندې کړي؛ تراوسه معلومه ندی چې غني کوم شرطونه وړاندې کړي.

 

افغانستان له اقتصادي انزوا سره مخ دی که ولسمشر غني د تال.ب چارواکو سره جوړ شو ښايي د افغانستان روان اقتصادي وضعيت ډير ژر برقرار شي.

 

 

By admin

Leave a Reply