پاکستان ته د عزيزالله فضلي سفر به کرکټ تباه کړي

 

د کرکټ په برخه کې افغانستان اوس له نړيوالې انزوا سره مخ دی؛ تازه عزيزالله فضلي غواړي د کرکټ د ښه کيدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي؛ په دې حساس وخت کې يوازې پر پاکستان تکيه کول به افغانستان ته ګټه ډيره وکړي او که تاوان؟

 

د عزيزالله فضلي دا سفر ښايي پر هند ښه ونه لږيږي او هند د پاکستان په نسبت د کرکټ د نړيوالې شورا يو قوي پريکړه کونکی هيواد دی؛ په دې حساس وخت کې ولې هند له ياده وويستل شي؟

 

که فضلي په ريښتينې ډول د افغانستان کرکټ ته ژمن وای بايد د پاکستان پرځای يې هند ته سفر کړای وای؛ هغه هند چې افغانستان ته يې د فول ممبر شيپ په اخستلو کې د افغانستان ننګه کړې وه؛ نن د همغه هيواد پرځای د هغه رقيب ته سفر به هند حتما په غوسه کړي.

 

عزيزالله فضلي په داسې مهال له پاکستانه د کرکټ د ښه والي لپاره غوښتنه کوي چې خپله په لويو ستونزو کې راګير دي؛ له يوې خوا د نيوزيلنډ لوبډله بيرته له پاکستانه واپس شوه او له بلې خوا بيا انګلينډ لوبډلې پاکستان ته له سفره انکار وکړ.

 

دا سفر په داسې حال کې کيدونکي دی چی افغانستان په روان مياشت کې نړيوال جام په مخکې لري او له بلې خوا د افغانستان کرکټ بورډ کې تازه بدلونونو د کرکټ نړيواله شورا په غوسه کړی؛ انديښنې‌ دا وې چې کرکټ نړيواله شورا به پر افغانستان بنديزونه ولګوي.

 

 

 

 

 

 

 

Leave a Reply