د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له هغې وروسته غبرګون ښودلی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مسلسل ډول په نړیوالو غږ وکړ؛ چې د ت.الی.بانو ملاتړ وکړئ او د افغانستان ګنګل شوې شتمني بیرته راپریږدی.

تازه د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، هيڅ هیواد باید د افغانستان له روان وضعیت څخه ناوړه ګټه وا نخلي، مودي په ښکاره د کوم هیواد نوم ندی ښودلی خو ښکاري چې اشاره يې پاکستان ته دی.

همداراز مودي زیاته کړې چې په افغانستان کې د روان وضعیت مسول پاکستان دی، د مودي له دې څرګندونو ښایي چې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې کړکیچنې شي، بلخوا ت.ال.ب مشرانو هم څه موده وړاندې قریشي ته په خطاب کې ویلي وو چې خپله دنده وپیژني، ځکه افغانستان بې سرپرسته هیواد ندی.

ښاغلي نریندرا مودي له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د افغانستان له ښځو، ماشومانو سره مرسته وکړي. د هند حکومت په دې اندیښمن دی چې په افغانستان کې روان وضعیت؛ چې د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته رامنځ ته شوی د پاکستان په ګټه دی او په کشمیر کې د هند پر ضد وسله وال بغاوت تقویه کوي.

مودي یادې څرکندونې د عمران خان د خبرو په ځواب کې کړي؛ عمران د هند حکومت فاشیست حکومت بللی وو او د مودې په مشرۍ یې د هند په حکومت توندې نیوکې کړې وې.

عمران خان ویلي وو که چيرې په اوس وخت کې مونږ له افغانستان څخه مخ واړوو د ملګرو ملتونو د راپور په اساس د افغانستان نیمايي خلک له نیستۍ سره مخ دي.

By admin

Leave a Reply