د اوبو چارو د تنظيم د ملي ادارې مشر ښاغلي خان محمد تکل د فسبوک له لارې په يو پوسټ کې له ت.الب چارواکو داسې غوښتې:

د اوبو او برښنا وزارت رهبري”ملا منصور”څخه مو هیله او غوښتنه ده، چې داوبو مدیریت لپاره په ولایتونو او مرکز کې له موجوده متعهد ټيم څخه استفاده وکړي.
د اوبو مدیریت خورا پېچلی دی چې د تخنیکي انجنیرانو لخوا باید پر مخ یوړل شي.

په دی برخه کې هرنوعه غیرې مسلکي برخورد او ګمارنه به مو راتلونکې کې له سختو مشکلاتو سره مخ کړي. هیله ده چې پر نو مقرریو په ولایتو او مرکز کې یو ځل بیا غور وکړئ او دملایانو صاحبانو پرځای وړ، متعهد او مسلکي کسان معرفی کړئ.

د يادونې وړ دی چې له دې وړاندې خان محمد تکل د اوبو د تنظيم د ملي ادارې مشر وو او نوموړی په یاده برخه کې مسلکي شخص وو.
نوموړی درې کاله دا يادې ادارې د مشر په حيث دنده اجرا کړې.

خان محمد تکل څو ورځې وړاندې د اوبو په برخه کې د اوهايو په نړيوال پوهنتون کې د دوکتورا د زده کړو په موخه له هيواد بهر لاړ.

خان محمد تکل څو ورځې وړاندې هم غوښتې ترڅو د اوبو د مدیریت په برخه متعهد او مسلکي اشخاص په دندو وګمارل شي او همداراز کافي بوديجه په واک کې ورکړل شي.

By admin

Leave a Reply