د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې خپل مالي ملاتړ له لاسه ورکړ؛ چې دا د افغانستان لپاره ډير يو بد او دردونکی خبر دی.
په دې اړه د کرکټ يو مبصر جعفر هاند داسې ليکلي:

افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ شل اوریز نړیوال جام «مالي ملاتړ» هم له لاسه ورکړ. دا د ۲٠۵۰۰۰ ډالرو قرارداد و. یو هندي تجارتي‌ شرکت په نړیوال جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې مالي ملاتړ ته دانګلي و. دغه شرکت د افغانستان کرکټ بورډ ته په رسمي استول شوي مکتوب کې لیکلي دي چې د افغانستان په کرکټ بورډ کې « د وروستیو منفکیو او تغیراتو له کبله اندېښنې پارېدلې…. او په همدې اساس «اړوند مالي ملاتړی» تر «بل یادښت پورې» له قرارداد څخه لاس په سر کیږي. وايی حالات یې په واک کې نه دي. دا قرارداد د «شړل شوي اجرايي مشر حامد شینواري په وخت کې» کې لاسلیک شوی و.
په داسې یو بد سیاسي او اقتصادي وضعیت کې دا د افغانستان او د افغان کرکټ لپاره لوی زیان او ګوزار دی. د کرکټ بورډ یو چارواکي راته وویل دوی هڅه کوي چې بل مالي ملاتړی پیدا کړي، خدای دې وکړي، مګر سخته ده. د یو چا له جیبه یوه افغانۍ اېستل هم هنر، تجربه، کمال، باور او اعتماد غواړي. دا هم مه هېروئ چې د راشد خان په کپتانۍ کې یو شمېر تجارتي شرکتونو د افغان کرکټ مالي ملاتړ ته زړه ښه کړی و.‌
په کرکټ بورډ کې چې د وروستیو «ناببره تغیراتو او منفکیو» په اړه انتقادونه کېدل، یو علت یې همدا و چې دنیا ته د افغانستان د کرکټ‌ اعتبار خرابیږي، ارزښت یې کمیږي او تاوان کوي، هماغسې وشول. د افغانانو «احساساتي او یو اړخیزو پرېکړو» تل په خپله افغانانو ته «زیان رسولی». وګورو چې نور به څه کیږي…

By admin

Leave a Reply