د خورما خوړلو څلور هغه ګټې تاسې ته دلته وړاندې کیږي کوم چې تاسې بیخي په ذهن کې هم نه وي.

1 اشتها

که چیرې تاسې سهار وختي په نهاره څلور خورما وخورئ او بیا یو ګیلاس اوبه پسې وڅهئ نو ستاسو اشتها به د نورو ورځو ته په توپیر ډېر فرق ولري، که غواړئ چې ښه اشتها ولرئ نو یوه اونۍ هر ورځ همداسې عمل تر سره کړئ، او بیا به خواړه په زیات مقدار سره خورئ.

2 وزن

خورما نه یواځې د اشتها په راوړلو کې مرسته کوي بلکې د ډنګرو کسانو په وزن کې مهم رول لوبوي، د پوهانو په څیړنه کې دا معلومه شوه چې خورما خوړل هغو کسانو ته ډیر زیات ګټور تمامیږي کوم چې کم وزن لري، د څیړنو په تړاو په ورځ کې شپږ خورما خوړل د انسان په وزن کې زیاتی راولي.

3 دماغ

خورما هغه ویټامینونه او منرالونه لري، کوم چې د نورو خواړو په پرتله ډیر زیات دي، که تاسې د دماغو کمزورتیا یا مو دماغ هر وخت د نه ارامۍ احساس کوي، هر ماښام څلور خورما په یو ګیلاس شیدو کې واچوئ او بیا یې سهار وختي په نهاره وخورئ دا عمل هر ورځ تر لسو ورځو پورې تکرار کړئ او بیا به مو دماغ د نورو وختونو په پرتله ډېر ښه او ارام به وي.

4 بي خوبي

خورما خوړل د ډیرو ګټو سره په څنګ کې د بې خوبۍ د لا منځه وړلو کې یو مثبت رول لري، هغه کسان چې د شپې لخوا هیڅ خوب نه لري یا کم خوب لري نو تاسې ته په کار دی چې خورما وخورئ، د څیړنو لا مخې خورمه خوړل د انسان د بې خوبۍ په ختمولو کې ډېر اړین بلل شوي دي

By admin

Leave a Reply