افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف د خپلې فسبوک پاڼې هيک کيدل له هغې وروسته ومنل؛ چې دده له فسبوک پاڼې په لاندې ډول يو پوسټ شوی:

بسم الله الرحمن الرحیم
درنو هیوادوالو!

دا یو تریخ حقیقت دی چې موږ او زموږ پخوانۍ کابینه په افغانستان کې یوه سلنه واک هم نه لري خو لاهم په نړۍ کې ځینو هیوادونو پخواني سفیران او استازي د خپلو موخو او په هیواد کې د نوي بحران د رامنځته کولو لپاره هڅوي او نړیوالو غونډو ته یې رابلي، چې په دې ډول د هیڅ قانون له مخي دوی د افغان ولس او حاکم حکومت استازيتوب نه شي کولای.

غلام محمد اسحاق زی نن ورځ په داسي حال کې د ملګرو ملتونو غونډي ته وینا کوي چې تر شا یې هیڅ حکومت او ولسي ملاتړ شتون نه لري، نړیوال ددې پر ځای چې د افغانستان د ملت څخه لري شي باید د اوسني حکومت سره تعامل وکړي، ددوی سره مرستي وکړي، د افغان ولس کنګل شوې بودیجه ورکړي او په رسمیت یې وپېژني.

نړیوال باید درک کړي که سوکاله او امن افغانستان غواړي نو دي د دوستۍ لاس ورکړي؛ په دښمني یې تر خپل اغیز لاندي نه شي راوستلای لکه څرنګه چې په تېرو شلو کلونو کې ورته تجربه شول.

کیدای شي زما د نظریاتو سره زما ځیني دوستان موافق نه وي خو زه تاسي ته معلوم یم چې سپیني خبري کوم. نن چې ښاغلی اسحاق زی زما په نمایندګي یا د افغانستان په نمایندګي خبري کوي زه واقعاً د شرم احساس کوم.

خو ولسمشر د يو ټويټ له لارې د خپلې فسبوک پاڼې هيک کيدل ومنل او ويلي دي چې تر هغې چې بيرته مو پاڼې ته لاس رسی نه وي پيدا کړی ددې پاڼې نه هرډول نشرات د اعتبار وړ ندي.

By admin

Leave a Reply