د افغانستان کرکټ بورډ اوسنی سرپرست رييس د رسمي ريئس په توګه وټاکل شو؛ له هغې وروسته چې عزيزالله فضلی د کرکټ بورډ د سرپرست رييس په توګه ټاکل شوی کرکټ بورډ له پراخو مشکلاتو سره مخ شوی؛ راشد خان د کپتانۍ استعفا او ورسره په خوا کې همدا نن ورځ افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دې د شل اوریز نړېوال جام مالي ملاتړ هم له لاسه ورکړ.

اوس تازه د کرکټ بورډ له رسمي صفحی په لاندې ډول اعلاميه خپاره شوی:

حاجي عزیزالله فضلي رسمآ د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس په توګه وټاکل شو

د ا،ا،ا د رییس الوزراء د لومړي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر آخند د حکم په اساس ښاغلی حاجي عزیزالله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ د ادارې عمومي رییس وټاکل شو.

د ويلو ده، چې نېږدې یوه میاشت وړاندې حاجي عزیزالله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ د سرپرست عمومي رییس په توګه وټاکل شو .

ښاغلي فضلي له تېرو شاوخوا شلو کلنو راهیسې د افغانستان کرکټ ته په بېلابېلو برخو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

By admin

Leave a Reply